د پاکستان سندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې د سختې گرمۍ له کبله په تېرو څلورو ورځو کې د ۷۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي .
د سندهـ صوبې د صحت سيکرټري ډاکټرسعيد په صوبه کې په څلورو ورځو کې د گرمۍ په وجه د ۶۹۲ کسانو د مړينې پخلی کړی دی ، او وئيلي يې دي د مړو شمېره نوره سېوا کېدی شي .
په کراچۍ کې د روغتونونو د شمېرې ترمخه تر ټولو زيات مړي جناح روغتون ته راوړل شوي ، چې شمېره يې ۲۷۹ ده . د ښار په نورو روغتونو کې عباسي شهيد روغتون کې د ۱۱۹، سول روغتون کې ۹۸، لياري جنرل هسپتال کې ۱۷، لياقت نيشنل کې ۶۶، قطر روغتون کې ۳۴، ضياالدين کې ۳۷ او اغاخان کې د ۲۰ کسانو مړينې رپورټ شوي دي .
د دې نه علاوه د سندهـ صوبې په نورو برخو جېکب اباد، شکارپور ، ټهټه ، بدين او لاړکانه کې هم د گرمۍ له کبله د خلکو د مړينې خبرونه رارسېدلي دي .
د کراچۍ د جناح روغتون د حادثاتي څانگې د مشرې ډاکټرې سيمي جمالي په وينا يواځې دغه روغتون ته په تېر شواروځ کې د ۳۰۰۰ پورې گرمۍ وهلي کسان راوړل شوي ، چې د يو شمېر روغتيايي حالت پکې خطرناک دی .
د صحت د محکمې چارواکي وايي په روغتونونو کې د سلگونو په شمېره کې خلک داخل کړی شوي ، او چارواکي د مړينو زياتېدو اندېښنه څرگند کړې ده .
د سندهـ صوبې وزيراعلی قائم علي شاه د گرمۍ په وجه د شورو په ورځ صوبه کې د عامې چهټۍ اعلان کړی دی .
او د صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن په يو بيان کې وئيلي د شورو په ورځ به د وزيراعلی په مشرۍ صوبايي وزيران د دومره مړو باوجود په کراچۍ کې د بجلۍ د لوډشيډنگ کولو په ضد د مرکزي حکومت او کی اليکټرک (د کراچۍ د بجلۍ محکمې) په ضد احتجاجي مظاهره کوي .
له دې وړاندې وزيراعلی د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ ، هغه ته رپورټ ورته ورکړی شوی چې په کراچۍ کې د کی اليکټرک د غفلت په وجه زيات لوډشيډنگ شوی او د اوبو کمی رامخې ته شوی دی .
بل لور ته د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ډلو په کراچۍ کې د گرمۍ له کبله د وژنو زمه وار مرکزي حکومت گرځولی او د جمعې په ورځ يې د خلکو په مړينه د تورې ورځې نمانځلو اعلان کړی دی .
د اپوزيشن مشر خورشيدشاه په کراچۍ او سندهـ صوبه کې د بجلۍ د لوډشيډنگ کولو په سر په مرکزي حکومت نيوکې کړي ، او وئيلي دي لوډشيډنگ د خلکو د مړينې سبب گرځېدلی دی .
خود بجلۍ او اوبو مرکزي وزير خواجه اصف وئيلي د سندهـ صوبې لخوا د بجلۍ په مد کې مرکز ته پوره ادائيگي نه ده شوې ، ځکه خلک د ستونزو سره مخ شوي دي ، او د بجلۍ او اوبو وزيرمملکت عابدشېرعلي وئيلي د ملک نه د لوډشيډنگ د خاتمې دپاره په غټه کچه گامونه اخيستل شوي او نوموړي وئيلي په تېر وخت کې د بجلۍ سېکټر ته توجه نه ده ورکړی شوې .
بل لور ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو او انتظام ادارې اېن ډي اېم ای لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې وزيراعظم نوازشريف په کراچۍ کې د گرمۍ له کبله د خلکو په مړينه نوټس اخيستی ، او ادارې ته يې خلکو ته د مرستو رسولو هدايات جاري کړي دي .
په کراچۍ ښار کې چې د تېرو څو ورځو راهسې د گرمۍ زور تر ۴۵درجه سنټي گرېډ پورې رسېدلی ، او موسم لا گرم دی ، په ښار کې ورسره د لوډشيډنگ سلسله هم روانه ده . د کی اليکټرک چارواکي وايي د لوډشيډنگ ختمولو هڅه کوي .
او د موسمياتو د محکمې لخوا وئيل شوي چې د نهې او شورو د منځنۍ شپې نه به په کراچۍ کې يخې هواگانې چلېدل پېل شي د تود موسم زور به کم شي ، او محکمې په راتلونکي شواروځ کې د کراچۍ په گډون د صوبې په ځينو نورو برخو کې د باران کېدو امکان څرگند کړی دی .