د پاکستان سندهـ صوبې په سرښار کراچۍ او نورو برخو کې د گرمۍ له کبله د خلکو د مړينې سلسله دوام لري ، او تر اوسه پورې د مړه شوؤ خلکو شمېره د ۸۰۰ نه سېوا شوې ده .
د سندهـ صوبې د صحت د محکمې چارواکي خپله د گرمۍ له کبله په صوبه او کراچۍ ښار کې د مړه شوؤ خلکو د کره شمېره پخلی نه کوي ، خو وايي په صوبه کې د ۸۰۰ پورې کسان د گرمۍ نه مړه شوي دي .
د تېر خالي د ورځې نه پېل شوې گرمۍ تر ټولو زيات کسان په کراچۍ کې وژلي دي ، د کراچۍ په غټ سرکاري روغتون جناح کې د ۲۹۵، عباسي شهيد او کی اېم سي لاندې راتلونکو نورو روغتونونو کې د ۱۴۰ او سول روغتون کې د ۱۱۰ کسانو د مړينې پخلی شوی دی .
د راپورونو ترمخه په کراچۍ کې تېزې گرمۍ د اتوار په ورځ ۱۳۶، د گل په ورځ ۳۰۹ او د نهې په ورځ ۳۱۱ کسان وژلي ، چې زنانه هم پکې شاملي دي . د دې ترڅنگ د کراچۍ نه علاوه د صوبې په نورو برخو حېدراباد، ټهټه او بدين کې هم د ۳۰ نه زيات کسان د گرمۍ ښکار شوي دي .
په کراچۍ ښار کې چې د تېرې شپې راهسې هواگانې چلېدل پېل شوي ، او په موسم کې د تودوښې کچه کمه شوې ده ، د روغتونونو د چارواکو په وينا نن د شورو په ورځ روغتونونو ته د خلکو راوړو سلسله لږه کمه شوې ده .
بل لور ته په کراچۍ ښار کې د گرمۍ په وجه د خلکو په مړينه او په ښار کې د بجلۍ په لوډشيډنگ نن د په قامي اسمبلۍ کې هم تود بحث شوی دی .
د اوبواو بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف وئيلي چې په کراچۍ کې د لوډشيډنگ زمه واري په مرکزي حکومت نه راوړي .
خو د اپوزيشن مشر خورشيدشاه په حکومت سختې نيوکې کړي چې د بجلۍ د کمي پوره يوه وعده يې پوره نه کړی شوه ، نوموړي وئيلي په سندهـ صوبه کې د گرمۍ له کبله د خلکو مړينه د کراچۍ د بجلۍ د محکمې نا بلکې د ټول پاکستان مسله ده .
د اېم کيواېم ډلې رشيد گوډيل او د پاکستان تحريک انصاف اسدعمر هم په اسمبلۍ کې په مرکزي حکومت د بجلۍ د لوډشيډنگ په سر سختې نيوکې کړي دي .