لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :بريدونو کې درې عسکر وژل شوي


 دامنيتي سرچينو ترمخه مرکزي کرمه ايجنسۍ کې په ورمگۍ امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړى چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه مرکزي کرمه ايجنسۍ کې په ورمگۍ امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړى چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې دزيارت په ورځ دوؤ بيلا بيلو پيښو کې درې عسکر وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه مرکزي کرمه ايجنسۍ کې په ورمگۍ امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړى چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو دځوابي کارروايۍ څخه وروستو تندلاري وتښتيدل اؤ وسله يې هم پريښوده.

دپوليسو ترمخه پيښور کې ديو عدالت څخه بهر دنامعلومو وسله والو په ډزو دحشمت په نوم يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

ژوبل عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي چرته چې چې دهغوي حالت دخطرې څخه بهر ښودل شوى دى.

دوه کاله دمخه هم پيښور کې په جوډيشل کمپليکس يو ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې څلور کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٣٠ نور ژوبل شوي وؤ.

په امنيتي ځواکونو دغه بريدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې دا مهال دپاکستان پوځ په دوؤ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت اؤ په دغو عملياتو کې دزرگونو جنگيالو دوژلو دعوه کوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG