لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې گرمۍ ۱۲۵۰ کسان وژلي ، وزيراعظم ته رپورټ


وزيراعظم په ښار کې د خلکو په مړينه خفگان څرگند کړی او وئيلي يي دي د ټول ملک اولس د گرمۍ ځپلو سره د همدردۍ اظهار کوي .
وزيراعظم په ښار کې د خلکو په مړينه خفگان څرگند کړی او وئيلي يي دي د ټول ملک اولس د گرمۍ ځپلو سره د همدردۍ اظهار کوي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف نن د شورو په ورځ د ملک اقتصادي مرکز کراچۍ ښار ته رسېدلی ، او هلته ورته د تېزې گرمۍ له کبله د خلکو د مړينې په اړه احوال تېر کړی شوی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم په مشرۍ يوه غونډه کې نوموړي ته وئيل شوي چې په کراچۍ کې د تېزې گرمۍ له ۱۲۵۰ کسان مړه شوي ، او گرمۍ ځپلي ۶۵زره کسان د ښار مختلفو روغتونونو ته راوړل شوي دي .

په کراچۍ کې د جون د مياشتې د ۱۹م نېټې نه موسم تود شوی او تېزه گرمي شورو شوې وه ، چې په ښار کې د خلکو د مړينې سبب گرځېدلې وه او تر اوسه پورې هم د ښار په مختلفو روغتونونو کې گرمۍ ځپلي خلک داخل دي ، او د مړينو سلسله دوام لري .

وزيراعظم په ښار کې د خلکو په مړينه خفگان څرگند کړی او وئيلي يي دي د ټول ملک اولس د گرمۍ ځپلو سره د همدردۍ اظهار کوي .

وزيراعظم زياته کړې د پاکستان په تاريخ کې د گرمي له امله په دومره غټه کچه د خلکو مړه کېدل غېرمعمولي پېښه ده او هره هغه اداره چې لخوا يې په ښار کې خلکو ته تکليف رسېدلی ، د هغې به پلټنې او پوره حساب کولی شي .

له دې وړاندې د سندهـ صوبې د حکومت لخوا وئيل شوي چې په ښار کې د سختې گرمۍ سره د بجلۍ لوډشيډنگ د خلکو د مړينې سبب گرځېدلی ، او صوبايي حکومت د خلکو د مړينې زمه واري په مرکزي حکومت او د کراچۍ د بجلۍ په محکمه " کی اليکټرک" باندې اچوله .

دغه ډول مرکزي حکومت به د گرمۍ په وجه د خلکو د مړينې زمه وار صوبايي حکومت گرځوؤ .

د کراچۍ په يو شمېرعلاقو کې چې د "کی اليکټرک" لخوا اوس هم غېراعلانيه لوډشيډنگ کيږي ، د بجلۍ د نشتوالي سره خلکو ته اوبه هم نه مېلاويږي او د ستونزو سره مخ دي .

"کی اليکټرک " چې شخصي کمپنۍ ده او کراچۍ ته بجلي ورکوي ، د دغې کمپنۍ لخوا وئيل شوي ؤ چې په ښار کې د فني خرابۍ په وجه زيات لوډشيډنگ شوی او کمپني وايي هڅه کوي چې په ښار کې لوډشيډنگ ونه شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG