دپاکستان دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې پوليسو دقران دشکمن سپکاوي په تور دمسيحي ښځې اؤ خاوند وژلو ته دخلکو راپارونکى مُلا نيولى دى.
دغه مسيحي ښځه اؤ خاوند پوليسو دهاغو پاريدلو خلکو څخه بچ کړي چې دهغوي دوژلو هڅه يې کوله.
پوليس وائي چې وروستو يې ددغه ددغه ښځې اؤ خاوند وژلو ته دخلکو دراپارولو پسر يو مُلا هم نيولى دى.
دضلعي پوليسو مشر سهيل ظفرچهټه ددغه پيښې په اړه خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي يو مُلا چې دپوليسو څخه يې (مسيحي ښځې اؤ خاوند دنيولو اؤ دهغوي په ضد دمقدمې درج کولو غوښتنه يې کوله دجمعې په ورځ نيول شوى،دهغه په قول دهاغه نائي لټون هم کوي چې دغه ټوله معامله يې راپورته کړې ده.
دپوليسو دغه مشر يوه مرکه کې په ډاگه کړې چې دغه مُلا ته يې وئيلي وؤ هيڅ مقدمه به نۀ درج کيږي ځکه چې کوم سپکاوى دسره شوى نۀ دى خو ددغه مُلا اؤ ٤٠٠ؤ نورو کسانو په ضد يې دتاؤتريخوالي خورولو اؤ دمسيحي ښځې اؤ خاوند ژوند دخطرې سره دمخ کولو مقدمه درج کړې ده.
دغه مسيحي جوړه چې مزدور اؤ بله دهغه ښځه ده، وروستو له هغې وهل شوي چې يو سيمه ييز مُلا پرې دقران پاک دسپکاوي تور ولگولو.
پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تورونو دپاريدلو خلکو څخه دمسيحي ورورولۍ سره دتعلق لرونکو خلکو دبچ کولو دا مثالي اؤ لمړۍ پيښه وه ، په دغسې موقعو څو ځله پاکستان کې دپاريدلو خلکو له لوري دشکمنو ملزمانو دوژلو پيښې مخې ته راغلي دي.
دصدر فاروق اباد په سيمه کې خواؤشا ٥٠٠ؤ کسانو هاغه مهال په اويس مسيح اؤ دهغه په ميرمن بريد کړى ؤ کله چې دهغوي يو گاونډي دا ډنډوره خوره کړه چې مسيحي ښځه اؤ خاوند په يوه داسې چيټايۍ څملي چې دقران ايتونه پرې ليکل شوي وؤ.
کله چې پاريدلو خلکو ددغه مسيحي ښځې اؤ خاوند وهل شروع کړل نو پوليسو ددغو پاريدلو خلکو څخه هغوي بچ کړل اؤ دځان سره يې بوتلل، وروستو دغه ښځه اؤ خاوند دحفاظت لپاره کوم نامعلوم ځايې ته بوتلى شول.
سهيل ظفر وويل دغه ښځه اؤ خاوند نالوستي دي اؤ ورته بيخي ددې خبرې اندازه نۀ وه چې کومه چيټائي يې اغستې په هغې دقران ايتونه ليکل شوي خو پاريدلو خلکو دهغوي دوژلو اراده کړې وه.
مسيحي ورورولي دپاکستان د٢٠ کروړه مسلمانانو داکثريتي ابادۍ څلور فيصده جوړيږي اؤ په اوسنو مياشتو کې پرې پاکستان کې دپاريدلو خلکو اؤ تندلارو دواړو له لوري تشدد اؤ بريدونو کې اضافه راغلې ده.
تيرکال په ذهني توگه يو ناروغه برطانوي وگړى دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوى ؤ، همدغه شان سږکال عدالت دمذهب دسپکاوي دعيسائي ميرمنې اسيه بي بي دمرگ سزا هم برقراره ساتلې وه.
په نړيواله ميډيا دغه مقدمې وروستو له هغې شهرت موندلى ؤ چې ددغه مسيحي ميرمنې دفاع کوونکي دوه سياست دانان هم په شکمنه توگه دغه جرم کې وژل شوي وؤ.
دپاکستان دپنجاب صوبې په لاهور ښار کې له دې وړاندې دشهزاد مسيح اؤ دشمعې بي بي په نوم مسيحي ښځه اؤ خاوند له دې وړاندې تر ١٥٠٠ؤ پورې پاريدلو خلکو دمذهب دسپکاوي په تور دښختو په بهتۍ کې سوځولي وؤ.
دپنجاب پخوانى گورنر سلمان تاثير اؤ داقليتونو مرکزي وزير شهباز بهټي هم پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شويدي.