لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست :ځانمرگي بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي


 چارواکي وائي يو ځانمرگي دبارودي موادو څخه ډک خپل گاډى ماښام مهال دامريکائي فارورډ اپريټنگ بيس چمپن سره نزدې دپوليسو ديوې پوستې سره الوزولى دى
چارواکي وائي يو ځانمرگي دبارودي موادو څخه ډک خپل گاډى ماښام مهال دامريکائي فارورډ اپريټنگ بيس چمپن سره نزدې دپوليسو ديوې پوستې سره الوزولى دى

چارواکي وائي دافغانستان دخوست ولايت په سرښار کې ديو امريکائي پوځي اډې ترڅنگ دافغان پوليسو دامنيتي پوستې سره نزدې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي اؤ ١٦ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وائي يو ځانمرگي دبارودي موادو څخه ډک خپل گاډى ماښام مهال دامريکائي فارورډ اپريټنگ بيس چمپن سره نزدې دپوليسو ديوې پوستې سره الوزولى دى، خوست کې دروغتيائي چارواکو وينا ده چې هسپتال ته د٢٠ؤ کسانو مړي اؤ ١٦ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

خبري اداى ايسوسي ايټډ پريس دهدايت الله حامدي په نوم ديو ډاکټر له خُلې وئيلي دي چاؤدنه کې ١٧ کسان وژل شوي چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي، دغه ډاکټر دا هم وئيلي دي چې ژوبل شوؤ کې دشپږو اولسي وگړو حالت سخت دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

ددغه چاؤدنې پړه تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

له دې وړاندې چارواکو وئيلي وؤ چې دافغانستان په کندوز اؤ خوست ولايتونو کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې هم ١٢ کسان وژل شوي دي.

طالبانو سږکال داپريل په مياشت کې دخپلې روايتي سپرلي دجگړې اعلان کړى چې له دې وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

سږکال په لمړي ځل افغان ځواکونه دامريکا په مشرۍ دبهرنو جنگي ځواکونو دبشپړ ملاتړ څخه پرته طالبانو سره په جگړه بوخت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG