لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : موټري بم چاؤدنه کې دمړو شمير ١٠٠ؤ ته رسيدلى


دبارودو څخه دډک يو ټرک له لارې دديالا صوبې په خان بني سعد سيمه کې داختر په خوشحالو مصروف خلک په نخښه کړى شول .
دبارودو څخه دډک يو ټرک له لارې دديالا صوبې په خان بني سعد سيمه کې داختر په خوشحالو مصروف خلک په نخښه کړى شول .

دعراق په ختيزه صوبه ديالا کې ديوې موټري بم چاؤدنې له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٠ ؤ ته رسيدلې اؤ په لسگونو کسان ژوبل هم دي.

دبارودو څخه دډک يو ټرک له لارې دديالا صوبې په خان بني سعد سيمه کې داختر په خوشحالو مصروف خلک په نخښه کړى شول .

چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې گڼ شمير ودانۍ هم ړنگې شوې، وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

١١٦ ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي چې پکې دگڼو حالت سخت دى.

تندروه ډلې داعش ددغه چاؤدنې پړه په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي هدف يې شيعه مسلمانان وؤ.

دعراق دديالا صوبې حکومت ددريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى اؤ دټولو پارکونو اؤ سيلگرۍ دځائيونو دبند ساتلو امر يې کړى ترڅو دغسې دنورو ممکنه بريدونو مخه ونيول شي.

داعش تيرکال دديالا صوبې په ځينو برخو قبضه کړې وه، که هر څو عراقي اؤ کردجنگيالو ددغو سيمو واک يوځل بيا لاسته راوړى خو دغلته نښتې اوس هم کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG