لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې دخبرو راتلونکى پړاؤ دجولا ئي په پاې کې کيږي ،افغان چارواکي


 دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دافغان سولې دعالي شورا ديو غړي محمد اسماعيل قسيميار وينا ده چې دخبرو اترو دوهم پړاؤ دجولا ئي په ٣٠ يا ٣١مه نيټه ترسره کيږي.
دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دافغان سولې دعالي شورا ديو غړي محمد اسماعيل قسيميار وينا ده چې دخبرو اترو دوهم پړاؤ دجولا ئي په ٣٠ يا ٣١مه نيټه ترسره کيږي.

دجمعې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دافغان حکومت اؤ طالب جنگيالو ترمينځ دسولې دخبرو راتلونکى پړاؤ دجولا ئي په پاې کې ترسره کيږي خو دخبرو لپاره دځايې پخلى نۀ دى شوى.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دافغان سولې دعالي شورا ديو غړي محمد اسماعيل قسيميار وينا ده چې دخبرو اترو دوهم پړاؤ دجولا ئي په ٣٠ يا ٣١مه نيټه ترسره کيږي.

هغه وئيلي دي چې زيات امکان دا دى چې چين به ددغه غونډې مشري وکړي خو دسولي دعالي شورا ديو بل غړي په وينا ددې پخلى لا نۀ دى شوى.

دسولې دعالي شورا مرستيال مشر عبدالحکيم مجددي وئيلي دي چې خبرې اترې دجولا ئي په ٣٠مه نيټه ټاکل شوي خو دافغانستان، پاکستان، امريکا اؤ چين ترمينځ په دې اړه بحثونه اؤ مشوره روانه ده چې ددغه غونډې کوربه توب چرته وشي.

مجددى اى ايف پي ته وئيلي دي چې ددې خبرې پخلى لا نۀ دى شوى چې دغونډې کوربه توب به کوم هيواد کوي.

روانه مياشت کې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ نيغ په نيغه ليدنه شوې وه اؤ دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى ؤ چې هغوي به راتلونکو اوونو کې يوه بله ليدنه هم کوي، چې داسلام ابادو بيجنگ ، واشنگټن اؤ ملگرو ملتونو له لوري يې ستائينه شوې وه.

هيله کيده چې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ به دخبرو اترو راتلونکى پړاؤ دروژې دمياشتې پاې ته درسيدو اؤ دوړوکي اختر څخه وروستو ترسره کيږي.

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو ترسره کيدو باوجود هم دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دتشدد پيښې لا ولاړې نۀ دي.

دشورو په ورځ هم دافغانستان په فارياب ولايت کې په يو بازار کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٥ کسان وژل شوي وؤ،همدغه راز دروانې مياشتې په پيل کې خوست ولايت کې په يوه عسکري اډه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې هم ٣٣ کسان وژل شوي اؤ څو ورځې وروستو دبغلان ولايت په يو جومات کې هم چاؤدنه کې ٢٥ کسان ژوبل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG