د امريکې صدر باراک اوباما په دوه ورځنۍ دوره کينيا ته رسېدلی دی ، د نوموړي د رسېدو په مهال کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو .
صدراوباما د جمعې په شپه "د ائيرفورس ون" په زريعه د نيروبي په نړيوال هوائي ډګر کوز شوی او د کينيا صدر اوهورو کينياټا يې هرکلی کړی دی . او د هغې وروستو نوموړی هوټل ته تلی او هلته يې د خپلو خپلوانو چې پکې د هغه مېرنۍ نيا (ماماسارا) او مېرنۍ خور(اومه اوباما) شاملې وې ، هغويې سره ډوډۍ خوړلې ده .
د صدراوباما د تګ په مهال د نېروبي لارې کوڅي پړقول شوي او د کينيا خلکو هغه ته په هرکلي کې وئيلي چې هغه "خپل کور ته راغلی دی".
د نوموړي د دورې اصل هدف چې په نړيواله تجارتي غونډه کې ګډون کول دي کومه چې په لمړي ځل په افريقه کې جوړيږي ، صدر اوباما به د دغې غونډې مرستيال کوربه توت او نن د خالي په ورځ به ورته وينا کوي .
د صدر اوباما دپاره کينيا په دې هم اهميت لري چې د هغه پلار په کينيا کې زېږېدلی او د کينيا په لويئديزه کې خښ دی او هغه د کينيا د لمړي صدر په حکومت کې کار هم کړی ؤ .
ښاغلي اوباما په کال ۲۰۰۶م کې کينيا ته سفر کړی ؤ ، خو په هغه وخت کې د امريکې د سينيټ غړی ؤ ، او د صدارت په وخت کې دا د هغه د کينيا لمړی سفر دی .
د کينيا مرستيال صدر ويليم روټو د صدر باراک اوباما د کينيا د سفر ډېر د اهميت وړ بللی دی ، او وايس اف امريکا سره خبرو کې يې وئيلي " صدر اوباما د امريکې د نورو صدرانو په رنګ نه دی د هغه د افريقې سره رشتي دي او په خصوصي توګه د کينيا سره . او د هغه دا سفر په نورو لارو ډېر مهم دی ".
صدر اوباما چې نن به د کينيا د صدر اوهورو کينياټا سره وويني ، د هغه د سفر زياته توجه چې تجارت ته وده ورکول دي ، د نوموړي د سفر بله غټه مسله د امنيت ده او په هغې به د کينيا د صدر خبرې کوي .
د کينيا خارجه وزير امينه محمد وايس اف امريکا ته وئيلي چې د هغويې شريکه او مهمه مسله امنيت ده .
"د امنيت په اړه زمونږ همکاري تاريخي ده مونږ همېشه په دې برخه کې همکاري کړې او په تېرو څو کالونو کې د نړيوالو خطرو ، چې مونږ ټول ورسره مخ يو ، دا همکاري نوره پراخه شوې ده" .
کينيا باندې چې د صوماليه وسله والې ډلې الشباب خونړي بريدونه کړي دي ، او په اپرېل کې يې n ګاريسا په پوهنتون بريد کړی او ۱۴۸ کسان يې وژلي وو چې زياتره پکې زده کړې کوؤنکي وو .
د کينيا د دوه ورځني سفر وروستو به صدر اوباما د ايتهوپيا دوره کوي او دا به کوم لمړی امريکايي صدر وي چې ايتهوپيا ته به لاړ شي .
د نوموړي د افريقې د سفر په مهال د بشري حقونو تنظيمونو په صدر اوباما غږ کړی چې خپله دغه دوره په دواړو ملکونو کې د بنيادي بشري حقونو د اصلاحاتو دپاره وکاروي .