لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې راغلو سېلابونو کې تراوسه پورې ۶۷ کسان مړه شوي


سېلابونو په ټول ملک کې تر ټولو زياته د خېبرپښتونخوا چترال سيمه ځپلې او يواځې په چترال کې ۳۲ کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي .
سېلابونو په ټول ملک کې تر ټولو زياته د خېبرپښتونخوا چترال سيمه ځپلې او يواځې په چترال کې ۳۲ کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي .

پاکستان کې راغلو سېلابونو تر ټولو زياته د خېبرپښتونخوا صوبې چترال سيمه ځپلې ده ، او په چترال کې تر اوسه پورې د سېلاب تباهۍ روانې دي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) وياند احمدکمال وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی دی ، چې تر اوسه پورې په ټول ملک کې راغلو سېلابونو ۶۷ کسان وژلي دي .

د نوموړي په وينا سېلابونو په ټول ملک کې تر ټولو زياته د خېبرپښتونخوا چترال سيمه ځپلې او يواځې په چترال کې ۳۲ کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي .

د دې ترڅنګ ۱۶ کسان په ازادکشمير، اته په پنجاب او اووه کسان په بلوچستان صوبه کې د سېلابونو ښکار شوي دي .

راپورونه وايي سېلابونو پېښور، خېبرايجنسي، شانګله پار، نوښار، کرک ، بنو او اېبټ اباد سيمه کې هم انساني او مالي زيانونه اړولي دي .

خو د چترال سيمې د چارواکو په وينا سېلابونو ټول چترال وهلی ، بمبوريت، کېلاش، ګرمه چشمه او د برني چترال ټولې ځمکنې لارې بندې او يواځې پوځ د هيلي کاپټرو د لارې د خلکو مرستې کوي .

د ځايي خلکو په وينا سېلابونو کې ځينې کسان بې درکه شوي هم دي ، خو چارواکي په دغې اړه د چا د مړينې پخلی نه کوي .

د چترال د ځايي چارواکو په وينا د ۱۰ ورځو راهسې د سيمې زياتره ځمکنۍ لارې بندي دي ، سېلابونو د ۴۰۰ پورې کلي اغېزمند کړي ، ۲۹۰ کورونه تباه شوي، ۱۷۰۰ څاروي اوبو وړي، ۱۷ پُلونه تباه شوي او په غټه کچه سبزيانې او مېوې هم سېلابونو وهلي دي .

پېښور کې د اتوار په ورځ د بډهنۍ ناله راختلې وه او د نالې نه چاپېره کورونو ته اوبه دننه ننوتې ، خو راپورونه وايي نن د اوبو زور کم شوی دی .

د دې ترڅنګ د صوبې په نورو دريابونو کې د اوبو زور اوس هم زيات دی .

د اېن ډي اېم ای ترمخه په ټول ملک کې د سېلاب ځپلو مرستې روانې دي ، او پوځ هم د سېلاب نه اغېزمندو خلکو مرستې تُندې کړي د هيلي کاپټرو او کشتو د لارې خلک خوندي ځايونو ته منتقل کوي .

راپورونه وايي د پنجاب صوبې جنوبي ضلعې سېلاب ځپلي ، او دغلته هم په غټه کچه فصلونه او څاروي سېلاب اغېزمند کړي دي ، چارواکي وايي پنجاب کې پوځ د سېلاب ځپلو مرستې کوي .

د بلوچستان صوبې يو شمېر ضلعې د تېزو بارانو په نتيجه کې جوړ شوي سېلاب وهلي ، او د سېلابي اوبو زور سندهـ صوبې پله روان دی ، خو د سندهـ صوبې چارواکي وايي د سېلاب د ممکنه خطرې نه د بچ کېدو دپاره ګامونه پورته کړی شوي دي .

د موسمياتو د محکمې ترمخه د ملک په زياترو برخو کې به د پشکال د بارانونو سلسله د درېو نه تر څلورو ورځو پورې روانه وي .

او د ګل د ورځې نه د شورو د ورځې پورې جنوبي پنجاب او بلوچستان کې د تېزو بارانونو ورېدو امکان دی، او په دغو ورځو کې په خېبرپښتونخوا، برني پنجاب، کشمير، ګلګت بلتستان، کراچۍ، قلات او کوئټه ډويژن کې هم ځايي په ځايي د باران ورېدو پېشنګويي شوې ده .

د موسمياتو محکمې د راتلونکو څلورو ورځو پورې د خېبرپښتونخوا اوچتو علاقو، پنجاب، شمال ختيز بلوچستان او سندهـ صوبه کې د سېلابونو راتلو په اړه متعلقه ادارو ته د احتياطي او انتظامي ګامونو پورته کولو هدايات جاري کړي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG