لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د معمرقذافي زويې سېف الاسلام ته د مرګ سزا اورول شوې


سېف الاسلام ته د نهې په ورځ د سزا اورولو په مهال هغه په عدالت کې موجود نه ؤ .
سېف الاسلام ته د نهې په ورځ د سزا اورولو په مهال هغه په عدالت کې موجود نه ؤ .

د ليبيا يو عدالت د دغه ملک د پخواني وژل شوي صدر معمرقذافي زويې سېف الاسلام او هغه سره اته نورو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده .

دغو کسانو په کال ۲۰۱۱م کې په ملک کې د پاڅون په مهال په جرمونو کې د ککړتيا په سر دغه سزا اورول شوې ده ، او په دغې مقدمه کې چې څو نور کسان هم نامزد وو هغويې ته د پينځه ؤ کالو نه تر د عمر بند پورې سزاګانې اورول شوي دي .

د عدالت لخوا په سزاوار شوؤ اته ؤ کسانو کې د استخباراتو پخوانی مشر عبدالله السنوسي او پخوانی وزيراعظم بغدادي المحمدي هم شامل دي .

سېف الاسلام ته د نهې په ورځ د سزا اورولو په مهال هغه په عدالت کې موجود نه ؤ .

هغه ته په غېرموجودګۍ کې سزا اورول شوې ځکه چې هغه د زېنتان په علاقه کې د يوې ملېشې ډلې په بند کې دی او هغه خوشي کېدو ته تيار نه دي .

د معمرقذافي د حکومت ختمېدو وروستو سېف الاسلام دغې ملېشې ډلې نيولی ؤ .

سېف الاسلام د جرمونو نړيوال عدالت ته هم د انسانيت خلاف په دوه مقدمو کې مطلوب دی .

په ليبيا کې د کال ۲۰۱۱ د فرورۍ په مياشت کې د معمرقذافي د حکومت په ضد يو تحريک پېل شوی او د دغې تحريک په نتيجه کې د معمرقذافي حکومت ختم کړی شوی ؤ.

قذافي په هم په دغه کال د اکتوبر په مياشت کې د هغه پلارنۍ سيمه سيرت کې وژل شوی ؤ ، او د هغې يوه مياشت وروستو سېف الاسلام نيول شوی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG