لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو، په امنيتي پوسته بريد کې دوه عسکر اؤ درې جنگيالي وژل شوي


 دامنيتي سرچينو ترمخه تندلارو دبنو په دريابه سيمه کې په خادم امنيتي پوسته بريد کړى
دامنيتي سرچينو ترمخه تندلارو دبنو په دريابه سيمه کې په خادم امنيتي پوسته بريد کړى

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې دزيارت په ورځ يوه نښته کې دوه عسکر اؤ درې جنگيالي وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه تندلارو دبنو په دريابه سيمه کې په خادم امنيتي پوسته بريد کړى چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ دامنيتي ځواکونو لخوا ځوابي عملياتو کې هم درې ترهه گر وژل شوي دي.
دبريد وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي دي.

دبنو شمال لويديزه برخه دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته دداخليدو لاره ده اؤ شمالي وزيرستان کې اوس مهال دپاکستان پوځ تيرکال دجون دمياشتې راهسې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى چې پکې دخواؤشا 2800ؤ جنگيالو دوژنې دعوه کوي.

خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه شميرې پخلى نۀ شي کيدى.

دکال ٢٠١٢م داپريل په مياشت کې بنو کې په يو جيل بريد شوى ؤ چې په نتيجه کې يې ٣٨٤ کسان دزندان څخه تښتيدلي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG