لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انورعلي په لارو کوڅو کې کرکټ زده کړی او قومي ټيم ته رسېدلی


انورعلي وايي د شپې مې په شخصي کارخانه کې مزدوري کړې او ورځې به مې کرکټ کولو .
انورعلي وايي د شپې مې په شخصي کارخانه کې مزدوري کړې او ورځې به مې کرکټ کولو .

د پاکستان د قومي کرکټ ټيم د تکړه لوبغاړي انورعلي پلارنی تعلق د پاکستان سېلګرۍ سيمې سوات خوازه خېلې سره دی ، او هغه دا وخت د کراچۍ په پښتون مېشته علاقه مېټروويل کې د کورنۍ سره استوګن دی .

انورعلي وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره د خپل ژوند او د کرکټ قومي ټيم ته رارسېدو په اړه ووئيل ، د وړوکوالي او سکول د وخت نه يې کرکټ سره شوق ؤ ، خو د کورنو ستونزو په وجه يې په لارو کوڅو کې او پټه کرکټ زده کړی دی .

د نوموړي لوبغاړي تعلق چې د غريبې متوسطې کورنۍ سره دی ، وايي د شپې مې په شخصي کارخانه کې مزدوري کړې او ورځې به مې کرکټ کولو .

انورعلي ته په کرکټ کې کومې کورنۍ ستونزې رامخې ته وې ؟ د دغې پوښتنې په ځواب کې وايي "زمونږ والد صېب دې خدايې وبخښي دا لوبه يې بيخې خوښه نه وه هغه وئيل کرکټ به نه کوي خو زما شوق ؤ او نن چې زه په مقام ولاړ يم که هغه ژوندی وی زمونږ خوشحالي به نوره يو په دوه وه".

هغه زياته کړه د پلار د مرګ نه پس په کال ۲۰۰۴م، ۵م کې د کراچۍ ريجن په سطح کرکټ کې شامل شوم ، او د کراچۍ د بجلۍ د محکمې سره به لوبېدم ، د مزدورۍ نه مې بس کړل هغويې به راته معاوضه راکوله .

انورعلي په کال ۲۰۰۵م ، ۶م کې د پاکستان د ۱۹کلنو (انډر۱۹) په کرکټ ټيم کې شامل شوی او هم په ۲۰۰۶م کې چې د ۱۹ کلنو د نړيوال کرکټ فائنل پاکستان ته ګټلی ؤ انور علي د دغه فائنل مېچ غوره لوبغاړی ګرځېدلی ؤ .

د هغې وروستو نوموړي فرسټ کلاس کرکټ کړی او په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټيونټي (شل اووريز) په قومي ټيم کې شامل شوی او د زمبابوی خلاف د يو ټي ټيونټي نړيوال مېچ برخه جوړ شوی ؤ، او بيا د ټيم نه بهر ؤ .

څلور کاله پس په کال ۲۰۱۳م کې د جنوبي افريقې په ضد د يو ورځني ټورنامنټ دپاره په ټيم کې شامل شوی او د خپل کيريئر د لمړي يو ورځني مېچ غوره لوبغاړی ګرځېدلی ؤ . او هغه تراوسه لا د ټيسټ مېچونو دپاره په قومي ټيم کې نه دی شامل شوی .

دغه ځوان لوبغاړی د بالر په حېث قومي ټيم ته راغلی ، خو دا وخت هغه د ال راؤنډر په توګه لوبيږي . د ښه بالنګ سره بيټنګ کوي او د ټيم ښه فيلډر هم شماريږي .

نوموړي د هغې مېچ وروستو ډېر نوم پېدا کړو چې پينځه ورځې وړاندې يې د سري لنکا خلاف په دويم ټي ټيونټي مېچ کې د پاکستان ټيم د مشکلاتو نه بهر کړو ، او يواځې په ۱۷ بالونو يې د څلورو چهکو او درېو چوکو په مدد ۴۶ رنزونه جوړ کړل ، او د پاکستان د دغې مېچ په گټه کې يې مهم کردار ادا کړو .

د سري لنکا د کاميابې دورې نه پس چې هغه کورته بيرته راغلی خوندور هرکلی يې شوی او د محلې سره يې د علاقې ځوانان د هغه کورته راځي او عکسونه ورسره اوباسي .

انورعلي وايي په شورو کې راسره ځينې کسانو د کرکټ په زده کړه کې مرسته کړې خو نوموړی خپله په محنت يقين ساتي ، او د دې خبرې ملګرتيا نه کوي چې قومي ټيم ته د رسېدو دپاره د مالدارې کورنۍ سره تعلق او سفارش ضروري وي .

"داسې بالکل نه ده زما خپله سټوري (کيسه) داسې ده چې ما محنت کړی خپل صلاحيت مې کارولی او د فټنس خيال مې ساتلی او د محنت صله راته مېلاؤ شوې ده".

نوموړی زياتوي هر هغه کس چې د کرکټ صلاحيت لري ښه لوبه کولی شي قومي ټيم ته رسېدلی شي . هغه د پاکستان په قومي ټيم کې د بيلو بيلو جوړو ګروپونو خبرونه هم ردوي او وايي ټول ټيم يو رنګ د ملک دپاره لوبيږي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG