لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:هیلي کاپټر غورځیدو اؤ بریدونو کې 46 کسان مړه


د هیلي کاپټر پیښه کې ۱۱ پوځیان اؤ ۵ د عملي غړي وژل شوي
د هیلي کاپټر پیښه کې ۱۱ پوځیان اؤ ۵ د عملي غړي وژل شوي

راپورونه وايي د زیارت په ورځ افغانستان کې دیو پوځي هیلي کاپټر د غورځیدو ، پوځي عملیاتو اؤ بیلابیلو بریدونو کې لږ تر لږه 46کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي .

اففان خبري ادارې پژواک د چارواکو له خولې وئیلی د زیارت په ورځ دافغانستان د ملي پوځ یو هیلي کاپټر د زابل ولایت د شینکي اؤ نوبهار اولسوالیو ترمینځ غرئیزه سیمه سپینه ډبره کې لوئیدلی چې پکې ۱۲ افغان عسکر اؤ ۵ د عملي غړي مړه شوي دي .

افغان چارواکو نه ده په ډاګه کړې چې دغه هیلي کاپټر د فني خرابۍ له امله غورځیدلی که د ترهګرۍ ښکار شوی خو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مطبوعاتو سره خبرو کې دعوه کړې ده چې دغه هیلي کاپټر دهغوئ جنګیالو ویشتی چې پکې 25 پوځیان مړه شوي دي خو د طالبانو ددغې دعوې تصدیق ازادو سرچینو نه دی کړی.

پژواک وایي دحادثې ښکار هیلي کاپټر سره چې په جلب کې کوم بل پوځي هیلي کاپټر روان ؤ د هغې پیلوټ وئیلي د حادثې د ښکار هیلي کاپټر پیلوټ ورته د پیښې نه لږه شیبه وړاندې د فني خرابۍ خبر ورکړی ؤ.

په عین حال کې د افغانستان په لوګر او سرپل ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او د افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون د ۲۹ طالبانو د وژل کیدو دعوه شوې ده.

راپورونه وایي تېره شپه بهرنيو ځواکونو د لوګر ولایت دمرکز پل علم سره پیوست د بابوس په سيمه کې هوايي بريدونه کړي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو د نومیالي کمانډر مولوي عبدالواحد بدر په ګډون دوولس طالبان وژل شوي دي.

د لوګر والي عبدالحلیم فدایي هم دغه پیښه کې ددولسو طالبانو د وژنې اؤ د اتوؤ د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.​

بل لوري ته مطبوعاتي راپورونه وایي په لوګر ولايت کې په یو پوځي مرکز ځانمرګي برید شوی چې له امله يې درى عام وګړي او درى پوليس وژل شوي او د دريو پوليسو او يوولسو ډاکترانو په ګډون ٢٦تنه نور زخمیان شوي هم دي .

مطبوعاتو د افغانستان سرپل ولایت کې هم د ورانکارو په ضد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۷ طالب جنګیالو د وژل کیدو راپورونه خپاره کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG