لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ځواکونو سره نښته کې ١ افغان عسکر مړ،٢ ژوبل


دغه نښته کې یو افغان عسکر مړ اؤ دوه نور ژوبل شوي دي
دغه نښته کې یو افغان عسکر مړ اؤ دوه نور ژوبل شوي دي

چارواکي وایي دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله دپاکستان اؤ افغانستان د پوځیانو تر مینځ دغه اوږده نښته د ګل په ورځ د کونړ د ناړې اولسوالۍ د دوکلام په سرحدي سیمه کې شوې چې پکې یو افغان پولیس وژل شوی اؤ دوه نور افغان پوځیان ژوبل شوي دي.
دافغانستان اؤ پاکستان د پوځونو تر مینځ په پوله د نښتو دغه راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې کابل کې د ترهګرۍ د وروستیو پیښو څخه راپدیخوا د افغان چارواکو له لوري په پاکستان دترهګرو د ملاتړ د تورونو لګولو له امله ددواړو هیوادونو اړیکې د تاؤ تریخوالي ښکار شوي دي.

افغان خبري ادارې پژواک د کونړ د پولیسو د مشر یا امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل له خولې تور لګولی چې په جګړه کې پیل پاکستاني ځواکونو کړی اؤ لمړی ډزې هغوئ کړي دي .

ښاغلي سید خیل منلې چې په دغو ډزو کې د احمد شاه په نوم یو افغان عسکر مړ اؤ دوه نور پوله ساتونکي پولیس ژوبل شوي دي.

هغه وئیلي دغه جګړه چې غرمه مهال پیل شوې وه تر ماذیګره یې دوام کړی اؤ سیمه ایز افغان وګړي هم د افغان ځواکونو مرستې ته ورټول شوي وؤ.

نوموړي وئیلي په دغه پیښه کې دافغانستان په خاوره کې یو هوټل اؤ څو دوکانونه هم ویجاړ شوي .

هغه دا دعوه هم کړې ده چې افغان عسکرو د پاکستاني ځواکونو دوه پوستې له مینځه وړي اؤ یوه د استوګنې خونه یې ورله ویجاړه کړې ده .

په کونړ کې له دې وړاندې هم څو څو کرته د پاکستان اؤ افغانستان د ځواکونو ترمینځ په پوله دغه رقم نښتې شوي چې دواړو خواو یې پړه په یو بل اچولې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG