لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان ته به د ترهګرو ډلو په ضد نور ګامونه اخستل وي


ویاندوویل امریکا ته د نوازشریف د سفر ایجنډا کې به هم دا معامله شامل وي
ویاندوویل امریکا ته د نوازشریف د سفر ایجنډا کې به هم دا معامله شامل وي

امریکا وایي پاکستان ته وئیل شوي د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو په ضد به ورته نور ګامونه هم اخستل وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنیسټ د ګل په ورځ وئیلي دامریکا دقومي سلامتۍ مشاورې میرمن رائس د پاکستان پخپل سفر کې ددغه هیواد چارواکو ته په ګڼو موقغو دا اشاره ورکړې ده چې د هاغو تندروه ډلو د ځپلو دپاره هغوئ نور هم ډیر څه کولی شي چې دپاکستان پاکستاناؤ امریکا سلامتۍ ته ترې خطره ده.

ویاند وویل دا معامله به د روان کال په پایې کې د پاکستان د وزیراعظم میا نوازشریف د امریکا د دورې د ایجنډې برخه وي .

هغه وویل میرمن رائس وزیراعظم نوازشریف ته د اکتوبر په لمړیو کې د امریکا دسفر بلنه هم رسولې ده.

امریکایي چارواکو تیره ورځ اسلام اباد کې وئیلي وؤ چې د امریکا د قومي سلامتۍ مشاورې پاکستاني مشران خبر کړي وؤ چې افغانستان کې کیدونکې ترهکریزې حملې د امریکا اؤ پاکستان ترمینځ د سیمه ایزې اختلاف رایې یوه مهمه نکته جوړه شوې ده.

د یو لوړ پوړي امریکایي مامور له مخې رائس پاکستاني مشرانو ته وئیلي چې پآکستان کې دموجودو تندروه ډلو لخوا افغانستان کې کیدونکي بریدونه په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي

هغه وئیلي وؤ امریکا دا ګڼي چې دا حملې د حقاني نیټ ورک وسله وال کوي چې دا د افغان طالبانو یوه خطرناکه ډله ده.

ددغه ډلې په هکله شکونه کیږي چې مهم مشران یې پاکستان کې پټ شوي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزیر ددغو نیوکو جواب کې د ګل په ورځ وئیلي وؤ پاکستان کې د پوځي عملیاتو له امله د حقاني نیټ ورک تندلاري کمزوري شوي اؤ اوس دغه ډله زیاتره افغانستان څخه خپل فعالیتونه کوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG