د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ په لمړي ځل د "بُراق" په نوم خپله بې پائيلټه ډرون الوتکه کارولې ، او په شوال سيمه کې يې پرې په بريد کې د درې جنګيالو د وژنې ادعا کړې ده .
د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار مشر مېجر جنرال عاصم باجوه نن د گل په ورځ په ټويټر يو پېغام کې وئيلي چې د پاکستان جوړ بُراق ډرون په شوال سيمه کې د ترهګرو يو مرکز په هدف کړی ، او درې مهم ترهګر پکې وژل شوي دي .
عاصم باجوه په بريد کې د وژل شوؤ ترهګرو نور تفصيل نه دی وئيلی .
د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان زياتره سيمه يې د جنګيالو څخه پاکه کړې ده ، او په سيمه کې يې د وسله والو په ضد غټې کاميابۍ ترلاسه کړي دي .
خو په وروستيو کې پوځ وئيلي په شوال سيمه کې به د جنګيالو په ضد ځمکني عمليات کوي .
د پاکستان په قبائيلي سيمو کې د وړاندې نه امريکايي بې پائيلټه ډرون الوتکې بريدونه کوي چې پکې يو شمېر مهم تُندلاري کمانډران هم وژل شوي دي .
خو پاکستان تل د امريکايي ډرون بريدونو غندنه کړې او د خپلې خود مختارۍ په ضد يې ګڼي .
دا لمړی ځل دی چې پاکستان په خپله د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې خپله جوړه بې پائيلټه ډرون الوتکه کارولې ده .