د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د ځايي شخصي ټي وي چېنل (جيو) په ګاډي (ډي اېس اېن جي) باندې ډزې کړي چې په نتيجه کې يې د ټي وي چېنل يو کار کوؤنکی وژل شوی او بل ژوبل شوی دی .
د ښار د جمشېد ټاؤن د پوليس مشر اېس پي حسن سردار نيازي وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ووئيل نامعلومو وسله والو د ټي وي چېنل ګاډی د بهادراباد په علاقه کې په هدف کړی او د موقعې څخه تښتېدلي دي .
" د ابتدائي معلوماتو له مخې دا درې ملزمان وو چې دويې په ګاډي ډزې کړي او په نتيجه کې يې د جيو يو کارکوؤنکی وژل شوی او يو ژوبل شوی دی" .
نوموړي زياته کړه حمله کوؤنکي په يو موټر سائيکل راغلي او په نائن اېم اېم تماچه يې په ګاډي ډزې کړي دي . هغه ووئيل پوليس د موقعې نه د اته کارتوسو تش خولونه ترلاسه کړي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د جيو ټي وي د چارواکو په وينا پېښه کې د ادارې سيټلائټ انجنيئر ارشدعلي جعفري وژل شوی او د ګاډي ډرائيورانيس ژوبل شوی دی . د روغتون د چارواکو په وينا د ژوبل ډرائيور روغتيايي حالت د خطرې نه بهر دی .
له دې وړاندې هم تېر کال په کراچۍ کې د جيو ټي وي سره اړونده نوميالي صحافي حامد مير باندې وژونکې حمله شوې وه ، او په کال ۲۰۱۱م کې د دغې چينل يو خبريال ولي خان بابر د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې په ډزو وژل شوی ؤ .
دغه رنګ په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې د نورو شخصي مطبوعاتي ادارو په ګاډو او دفترو هم بريدونه شوي دي .
د خبريالانو د تحفظ دپاره کارکوؤنکي نړيوال تنظيمونه پاکستان د صحافيانو دپاره خطرناک ملک ګرځوي ، او د کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټ (سي پي جی) په نوم د نړيوال تنظيم د شمېرې ترمخه د کال ۱۹۹۲ نه تر کال ۲۰۱۴م پورې په پاکستان کې ۵۶ خبريالان وژل شوي دي .
په کراچۍ ښار کې د ټي وي چېنل په ګاډي تازه بريد په داسې مهال شوی چې دوه ورځې وړاندې د کراچۍ پوليس او رېنجر چارواکو په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې په ښار کې د دوؤ کالو هدفي عملياتو سره د ۶۰ نه تر ۷۰فيصده پورې غټ جرمونه ختم کړی شوي دي .