لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځ په حکومت دترهه گرو دمالي مرستو دمخنيوي غږ کړى


 اسلام اباد کې تر پينځوؤ ساعتو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ غونډه شوې چې پکې عسکري مشرانو په سياسي قيادت زور راوړى چې هغوي دې دمدرسو اؤ فرقه واريت اؤ نفرت څخه دډکو تقريرونو کوونکو مُليانو په ضد سخت گامونه واخلي.
اسلام اباد کې تر پينځوؤ ساعتو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ غونډه شوې چې پکې عسکري مشرانو په سياسي قيادت زور راوړى چې هغوي دې دمدرسو اؤ فرقه واريت اؤ نفرت څخه دډکو تقريرونو کوونکو مُليانو په ضد سخت گامونه واخلي.

دپاکستان پوځ ددغه هيواد په مرکزي اؤ صوبائي حکومتونو غږ کړى دى چې دترهه گرو دمالي مرستو مخه دې ونيسي.

اسلام اباد کې تر پينځوؤ ساعتو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ غونډه شوې چې پکې عسکري مشرانو په سياسي قيادت زور راوړى چې هغوي دې دمدرسو اؤ فرقه واريت اؤ نفرت څخه دډکو تقريرونو کوونکو مُليانو په ضد سخت گامونه واخلي.

سرچينو دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف له خُلې وئيلي دي هيواد کې به يواځې دترهه گرو څخه ځان خلاصول پوره نۀ وي بلکې قانون نافذونکو ادارو ته به دترهه گرو سره دمالي مرسته کوونکو اؤ هغوي ته داسانتيا ورکوونکو په ضد هم گامونه اخستل وي.

سرچينې وائي دپوځ له لوري دلوړې کچې په دغه غونډه کې په سياسي قيادت دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې کې دفعاله کردار ادا کولو په اړه دغه غږ دې لوري ته اشاره کوي چې پوځ هيواد کې دترهه گرۍ په ضد دروانو کارروائيو لمنه نوره هم غزول غواړي.

دسرچينو وينا ده دعسکري قيادت له لوري صوبائي اعلي وزيرانو ته وئيل شوي دي چې دنفرت اؤ فرقه واريت خورونکو مدرسو اؤ مُليانو په ضد دسختې کارروايۍ ترڅنگ دې دې لړ کې په قانون سازۍ غور کړي اؤ حکومت دې دمؤذن اؤ قران پاک دښوونکو خلقکو ټاکنه پخپله وکړي.

پوځي يقيادت په مرکزي اؤ صوبائي حکومت هم غږ کړى دى چې دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي تگلارې لاندې دجوړو کړل شوؤ ځانگړو(پوځي) عدالتونو په فعالولو اؤ دترهه گرو لاسونو ته دورتلونکو پيسو دمخنيوي لپاره دې خپله ذمه واري پوره کړي.

ددغه غونډې په مهال ترهه گرو ته دمالي مرستو دمخنيوي په لارو چارو دغور ترڅنگ دمدرسو په اصلاحاتو، غيرقانوني وسلو اؤ دمذهبي اقليتونو سره دزياتي په معاملو خبرې اترې شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې وروستو له هغې شمالي وزيرستان کې په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکرات ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته.

وروستو داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې هم دپوځ په وينا دشمالي وزيرستان څخه دتښتيدلو جنگيالو په ضد عمليات پيل کړى شول اؤ سږکال دغه عمليات سرته ورسولى شول.

خو شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم روانو عملياتو کې تيره مياشت وروستو له هغې تُندي راوستل شوه اؤ شوال سيمه کې ځمکني عمليات هم پيل کړى شول چې دپاکستان دپنجاب په اټکه سيمه کې دپخواني داخله وزير شجاع خانزاده په ديره يو ځانمرگي بريد کې دصوبائي داخله وزير په گډون د٢٠ؤ څخه زيات کسان ووژل شول.

پيښور کې تيرکال ددسمبر په مياشت کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول بريد کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو وزيراعظم نواز شريف هيواد کې ترهه گرو ته دتيزندۍ دسزا ورکولو څخه بنديز پورته کړى ؤ اؤ په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.

دتيزندۍ دسزا څخه په بنديز پورته کولو ملگرو ملتونو، اروپائي اتحاديې اؤ دبشري حقونو تنظيمونو دنوازشريف حکومت تر نيوکو لاندې نيولى خو حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى چې دمخنيوي لپاره يې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG