لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مکه مکرمه : د کرېن غورځېدو پېښه کې د مړو شمېره ۱۰۷ ته رسېدلې


د راپورونو ترمخه کرېن د حرم شريف په جمات کې د پراخولو په کار بوخت ؤ ، چې غورځېدلی او کسان ترې لاندې ګېر شوي دي .
د راپورونو ترمخه کرېن د حرم شريف په جمات کې د پراخولو په کار بوخت ؤ ، چې غورځېدلی او کسان ترې لاندې ګېر شوي دي .

د سعودي عرب چارواکي وايي په مکه مکرمه کې د حرم شريف په جمات کې د کار په وخت د يو کرېن غورځېدو په پېښه کې د مړه شوؤ کسانو شمېره ۱۰۷ ته رسېدلې او ۲۳۸ نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا دغه پېښه د حرم شريف په احاطه کې دننه په داسې مهال رامنځته شوې ده چې د کرېن غورځېدو نه وړاندې تېز باران او سيلۍ راغلې وه .

چارواکي وايي د کرېن غورځېدو په مهال د حرم شريف په دغه حصه کې خلک په لويه شمېره کې وو ځکه ډېر زاني زيان رامنځته شوی دی .

د پاکستان د دفتر خارجه وياند قاضي خليل الله وئيلي چې په دغه پېښه کې د کوم پاکستانې د مړينې خبر مخې ته نه دی راغلی او د ۲۲ پورې پاکستاني پکې ژوبل شوي دي .

په سوشل ميډيا باندې د دغې پېښې عکسونه او ويډيوز خپرې کړی شوي چې څنګه کرين غورځېږي او د کرېن لاندې راغلي خلک هم په دغو عکسونو او ويډيوز کې لېدل کيږي .

د سعودي چارواکو په وينا د پېښې نه وروستو د مکې مکرمې ښار په روغتونو کې اېمرجنسي اعلان شوی ده . او راپورونه وايي پېښه کې د مړه شوؤ کسانو د پېژندګلو په اړه تراوسه پورې کوم خبر مخې ته نه دی راغلی .

د مکې ګورنر خالدالفېصل د کرېن غورځېدو د موقعې دوره کړې او وئيلي يې دي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي .

د حرم شريف جمات کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې د ګردې نړۍ نه خلک د حج دپاره راجمع کيږي او راپورونه وايي تراوسه پورې نزدې پينځه لاکه کسان د حج دپاره رارسېدلي ، او د حج تياريانې روانې دي .

د سعودي عرب چارواکو تېر کال د حرم شريف د پراخولو د کار له کبله د حج دپاره راتلونکو کسانو د شمېرې کمولو هم وئيلي ؤ . د ګردې نړۍ نه هرکال خواؤشا د ۲۰ لاکو نه زيات خلک د حج دپاره سعودي عرب ته ځي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG