لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پوليس عملياتو په مهال خودکش ځان الوزولی


د پوليس افسر په وينا وژل شوی ترهګر فرحان عرف پهلوان نوميږي او دی د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو کې ککړ ؤ .
د پوليس افسر په وينا وژل شوی ترهګر فرحان عرف پهلوان نوميږي او دی د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو کې ککړ ؤ .

د پاکستان سندهـ صوبې مرکزي ښار کراچۍ په ملير سيمه کې د پوليس او استخباراتي ادارو د عملياتو په مهال په يو کور کې ځانمرګي په خپله ځان الوزولی دی .

د کراچۍ ښار د ملير سيمې د پوليس مشر اېس اېس پي راؤ انوار مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، نن د اتوار په ورځ د ملير ضلعې په رفاه عام سوسائټۍ علاقه کې پوليس استخباراتي ادارو په يو کور چهاپه اووهله ، او په دغه مهال په کور کې دننه موجود ترهګر ځان والوزولو .

هغه ووئيل دا يو غټ ترهګر ؤ د يو کال راهسې په دغه کور کې اوسېدو او د ترهګرۍ په يو شمېر پېښور کې ککړ ؤ، د پوليس او استخباراتي ادارې د عملياتو په مهال ملزم اول ډزې اوکړې او بيا ي لاسي بم يې هم وويشتو چې په نتيجه کې يې دوه پوليس والا هم سخت ژوبل شو ، او وروستو ده په خپله ځان په چاؤدنه والوزؤ.

د پوليس افسر په وينا وژل شوی ترهګر فرحان عرف پهلوان نوميږي او دی د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو کې ککړ ؤ .

راؤ انوار زياته کړه د وژل شوي کس د قبضې نه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده . او د هغه د کومې ډلې سره د تړاؤ په اړه يې ووئيل اوس دا ټولې ډلې او تنظيمونه القاعده ، ټي ټي پي ، پنجابي طالبان او ټي ټي اېس رايوځايې شوي دي .

له دې وړاندې هم د ښار په مختلفو علاقو کې پوليس او رېنجرو د عملياتو په مهال په مقابلو کې د ترهګرو د وژل کېدو ادعاوې کړي دي .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې پوليس او رېنجر په ګډه د ترهګرو او وران کارو په ضد عمليات کوي او چارواکي ادعا کوي چې په ښار کې د امنيت وضع تر ډېره حده قابو کړی شوې ده . ولې بيا هم په ښار کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .

او خپله پوليس افسران وايي چې په ښار کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې فعاليتونه لري خو د هغويې په ضد هم عمليات کولی شي . صوبايي او مرکزي حکومت بيا بيا دغه خبره کوي چې په کراچۍ کې به د پوره امنيت پر ځايې کېدو پورې عمليات دوام لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG