لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي بادشاه دحج انتظاماتو د بیا جاج اخستنې امر کړی


په سوشل میډیا د سعودي په حکومت سخت ټکونه شوي چې د حج د لارې زیات امدن ترلاسه کوي خو حاجیانو ته اسانۍ نه ورکوي
په سوشل میډیا د سعودي په حکومت سخت ټکونه شوي چې د حج د لارې زیات امدن ترلاسه کوي خو حاجیانو ته اسانۍ نه ورکوي

په سعودي عرب کې د حج په موقعه رامینځته شوې د ټیل ماټیل پیښه کې د 700ؤ څخه د زیاتو حاجیانو د وژل کیدو نه پس د سعودي عرب بادشاه ، شاه سلمان د حج د انتظاماتو بیا دسره د جاج اخستو امر کړی اؤ وئیلي یې دي چې حج ته د راتلونکو خلکو دپاره به نورې اسانۍ لټولی شي.

تیره ورځ د حج په موقعه په کاڼو د شیطانانو د ویشتو په موقعه د خلکو ټیل ماټیل جوړ شوی ؤ چې پکې د راپورونو له مخې 717 حاجیان مړه اؤ د زرو څخه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

له دې وړاندې هم د روانې میاشتې په 11مه نیټه په حرم شریف کې د یو کرین راغورځیدو په پیښه کې 107 حاجیان مړه شوي اؤ 238 ژوبل شوي وؤ .

ددغو پیښو څخه وروستو په رسنیو اؤ سوشل میډیا د حج دناقصه انتظاماتو په اړه د سعودي په حکومت د ځینو حلقو له لوري سختې نیوکې شوي اؤ وئیل شوي چې سعودي د حج اؤ عمرې د لارې بې دریغه امدن خو ترلاسه کوي خو حاجیانو ته غوره اسانۍ نه ورکوي.

د زیارت په ورځ په منا کې د رامینځته شوې پيښې څخه وروستو د سعودي بادشاه، شاه سلمان چې پخپله یې هم د منا دوره کړې وه د حج په موقعه د امنیت ساتونکو ځواکونو د مشرانو د لوړې پایې د یوې غونډې په مهال امر کړی چې د حج د انتظاماتو باید بیا دسره جاج واخستل شي.

بادشاه دا هم وئیلي چې دمنا د پيښې د پلټنو تر څنګ دې حاجیانو د پاره غوره اسانۍ برابر کړل شي اؤ ددغو انتظاماتو راپور دې هم هغه ته زر تر زره وړاندې کړی شي.

اخوا د ایران حکومت د منا په پیښه کې دخپلو 130 وګړو د وژل کیدو دعوه کړې اؤ ددغه پيښې ذمه وار یې دسعودي حکومت ګرځولی،

د ایران د حج ارګنائزیشن مشر سعید اوهادي وئیلي د رمي سره نزدې د نامعلومو وجوهاتو له امله دوه لارې تړل شوې وې چې له دې امله د حاجیانو رش له کنټروله وتلی اؤ دغه پيښه رامینځته شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG