لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وایي اچین کې یې داعش ته درنه مرګ ژوبله اړولې


افغان چارواکي دعوه کوي چې دداعش د وسله والو بریدونه یې پشا تمبولي دي
افغان چارواکي دعوه کوي چې دداعش د وسله والو بریدونه یې پشا تمبولي دي

افغان چارواکي وایي امنیتي ځواکونو یې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ دداعش د وسله والو بريدونه په شا تمبولي او ددغه وسله والې ډلې په لسګونو جنګیالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ملګرو ملتونو پخپل یو راپور کې دعوه کړې وه چې د افغانستان په 25ؤ ولایتونو کې دداعش وسله وال فعالیتونه کوي .

د ختیز ولایت ننګرهار په یو شمیر سیمو کې د تیرو څو میاشتو راهسې دداعش وسله وال طالبانو سره په جګړو بوخت دي اؤ د شینوارو د اولسوالۍ ګڼو خلکو ددغو جګړو له امله خپل کورونه هم پریښودي دي.

د شینوارو اوسیدونکي دعوه کوي چې د وسله والو په دغو جګړو کې عامو خلکو ته هم په درنه پیمانه مرګ ژوبله اوښتې ده .

داتوار په ورځ افغان خبري ادارې پژواک دننګرهار د اچين ولسوالۍ د اولسوال حاجي غالب له خولې وئیلي د داعش سلګونو وسله والو د ولسوالۍ په ځينو پوستو بريدونه پيل کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي هم مطبوعاتو سره خبرو کې ددغو بریدونه پخلی کړی دی اؤ وئیلي یې دي چې د افغان هوايي او زمکنو ځواکونو په ځوابي عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې اؤ هغوئ یې له سیمې پشا کړي دي .

پژواک د عبدالزي له خولې وئیلي " ټولې امنيتي پوستې خوندي دي او وسله وال نه دي توانېدلي چې دا پوستې ونيسي"

د والی ویاند منلې چې په دغه نښته کې درى افغان عسکر وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د اچين اولسوال حاجي غالب وايي "د داعش وسله وال له سپکو او درنو وسلو کار اخلي خو پوليس له خپلو پوستو دفاع کوي او ځوابي بريدونه يې پيل کړي دي"

اولسوال دعوه کړې ده چې په دغه جګړه کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، په ځينو سيمو کې اوس هم ډزې کېږي، خو نوره جګړه پاى ته رسېدلې او سيمې ته تازه ځواکونه رسېدلي دي.

له دې وړاندې د افغانستان په پارلمان کې هم د ننګرهار ولایت سره تعلق لرونکو اولسي استازو هم سیمه کې دداعش د مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو څخه شکایتونه کړي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG