لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دوالي بال دميچ په مهال ځانمرگي بريد کې ١٦ کسان وژل شوي


 چارواکي وائي ددغه چاؤدنې ممکنه هدف هاغه حکومتي چارواکي کيدى شي چې دميچ کتلو لپاره ناست وؤ.
چارواکي وائي ددغه چاؤدنې ممکنه هدف هاغه حکومتي چارواکي کيدى شي چې دميچ کتلو لپاره ناست وؤ.

چارواکي وائي داتوار په ورځ افغانستان کې دواليبال ديو ميچ په مهال ترسره شوي ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه ١٦ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دغه ځانمرگي بريد دپاکستان پولې ته نزدې دافغانستان دپکتيکا ولايت په خيرکوټ اولسوالۍ کې هاغه مهال رامينځته شوى کله چې دواليبال ديو ميچ دکتلو لپاره په گڼ شمير کې خلک راټول شوي وؤ، دعيني شاهدانو وينا ده چې چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دلوبې په ميدان کې دخلکو رش زيات شو.

چارواکي وائي ددغه چاؤدنې ممکنه هدف هاغه حکومتي چارواکي کيدى شي چې دميچ کتلو لپاره ناست وؤ.

په پکتيکا ولايت کې تيرکال هم دواليبال ديو ميچ په مهال بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

افغان طالبانو دوروستۍ چاؤدنې سره دلا تعلقۍ څرگندونه کړې ده.

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل ١٣ کلن مشن پاې ته درسولو اعلان داعلان څخه راپديخوا سږکال افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسگونو اولسي وگړي وژل شوي دي.

دا مهال افغانستان کې ديو تړون لاندې خواؤشا ١٢ؤ زره بهرني عسکر پاتې دي چې مقصد يې دافغان پوځ تربي اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې مرسته کول دي.

افغان صدر اشرف غني اقتدار له رسيدو وروستو طالبانو سره دخبرو اترو له لارې دستونزې دهواري هڅې کوي اؤ دغه لړ کې څو مياشتې دمخه دپاکستان په کوربه توب اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ نيغ په نيغه خبرې اترې هم شوې وې کومې چې افغان حکومت کاميابې گرځولې وې.

خو وروستو دافغان حکومت اؤ استخباراتي ادارې له لوري دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې داعلان څخه وروستو دغه خبرې يوځل بيا وځنډيدې اؤ طالبانو کابل اؤ دافغانستان نورو برخو کې خپلو بريدونو کې اضافه راوسته دکوم پړه چې افغان حکومت په باالواسطه توگه په پاکستان اچولې خو پاکستان دغه تورونه رد کړي اؤ دريځ لري چې افغانستان کې دامنيت دټينگښت پلوي اؤ دسولې عمل کې دهررقم اسانتيا ورکولو لپاره تيار دى.

Recommended

XS
SM
MD
LG