لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو دطالبانو نه د کندوز بيرته نيولو دپاره عمليات پېل کړي


د ګل په ورځ افغان چارواکو ، طالبانو او مطبوعاتي راپورونو پخلی کړی ؤ چې د اوږدې جګړې نه پس طالبانو د دغه هېواد په شمال کې پروت ښار کندوز نېولی دی .
د ګل په ورځ افغان چارواکو ، طالبانو او مطبوعاتي راپورونو پخلی کړی ؤ چې د اوږدې جګړې نه پس طالبانو د دغه هېواد په شمال کې پروت ښار کندوز نېولی دی .

راپورونه وايي د افغانستان په شمال کې پروت ښار کندوز د بيرته نيولو دپاره د افغان حکومتي ځواکونو لخوا عمليات پېل کړی شوي او سخته جګړه روانه ده .

او د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي ، چې حکومتي ځواکونو د کندوز د پوليس مرکز او جېل بيرته په خپله ولقه کې اخيستې دي .

د ګل په ورځ افغان چارواکو ، طالبانو او مطبوعاتي راپورونو پخلی کړی ؤ چې د اوږدې جګړې نه پس طالبانو د دغه هېواد په شمال کې پروت ښار کندوز نېولی دی .

په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو د ويستو نه پس دا لمړی ځل دی چې د حکومت مخالفه وسله والو طالبانو کوم غټ ښار نيولی دی .

نن د نهې په ورځ د طالبانو وياند په يو بيان کې وئيلي وسله والو يې د تخار صوبې په دوه ضلعو هم حملې کړي دي .

د افغان ملي پوځ مرستيال مشر جنرال مرادعلي مراد تېره شپه په کابل کې مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ چې د کندوز بيرته نيولو دپاره ځواکونو سيمې ته رسېدلي دي .

د ګل په ورځ داسې خبرونه مخې ته راغلي ؤ چې د طالبانو په کندوز د ورختو نه پس هغوي د جېل نه په سلګونو بنديان هم خوشي کړي وو .

د عېني شاهدينو په وينا طالب وسله والو د کندوز په مرکزي چوک کې سپين بېرغونه پورته کړي دي او په سوشل ميډيا هم ښودل کيږي چې خلک د طالبانو سره عکسونه اوباسي .

د داخله وزارت وياند صديق صديقي د ګل په سحر وايس اف امريکا ته وئيلي ؤ چې د ملي امنيت ځواک ۲۵ وسله وال وژلي ، او پوځ ته کوم زيان نه دی اوختی .

خو د ځايي ميډيا راپورونه وايي چې په جګړه کې په درځنونو ځايي پوليس وژل شوي او ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا د ګل په ورځ طالب وسله والو په کندوز ښار د درې طرفونو نه بريدونه کړي وو.

د کندوز د نيولو پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اتوار په ورځ د داعش وسله والو د هېواو په ختيز کې په ننګرهار صوبه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي وو، خو افغان ځواکونو هغه په شا تمبولي ، او د راپورونو ترمخه په دغه نښتو کې د ۸۵ پورې وسله وال او درې پوليس وژل شوي وو .

هم د اتوار په ورځ په پکتيکا صوبه کې د والي په يو مېدان کې د لوبې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ ، او د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يوناما ترمخه په دغه بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي وو ، په ژوبلو کې ۱۵ ماشومان هم شامل وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG