لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندوز کې سخته جګړه روانه ده


وسله والو طالبانو د ګل په ورځ په کندوز د درې طرفونو نه حملې کړې او په خپله ولقه کې يې اخيتسی ؤ
وسله والو طالبانو د ګل په ورځ په کندوز د درې طرفونو نه حملې کړې او په خپله ولقه کې يې اخيتسی ؤ

د افغانستان په شمال کې پروت ښار کندوز د طالبانو نه بيرته نيولو دپاره د پوځ لخوا نن د شورو په ورځ هم عمليات دوام لري ، او په کندوز کې توده جګړه روانه ده .

وسله والو طالبانو د ګل په ورځ په کندوز د درې طرفونو نه حملې کړې او په خپله ولقه کې يې اخيتسی ؤ ، دا لمړی ځل دی چې د کال ۲۰۰۱نه ۱۴ کاله پس طالبانو کوم غټ ښار نيولی دی .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما وئيلي ، د کندوز په نښتو کې د ۱۰۰ نه زيات ملکي وګړې وژل شوي او ژوبل شوي او ۶۰۰۰ کسانو ښار پرېښودی دی .

د يوناما مشر نکولس هېسم وئيلي راپورونه دي چې په ښار کې د صحت د کارمندانو په ګډون د خلکو د وژنو، تښتؤنو او صحت د اسانتياؤ سره د بهر وتلو کې هم خلک د ستونزو سره مخ دي .

راپورونه وايي کندوز ته د هېواد د جنوب نه د افغان ځواکونو د نورو عسکرو لېږلو هڅې روانې دي، خو طالبانو لارې نيولي او مائنونه يې پکې اېښودي دي او پوځ بغلان صوبې پله تګ ته نه پرېږدي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي د شورو په ورځ بغلان کې تودې نښتې روانې دي .

د دې ترڅنګ امريکايي جنګي الوتکو د نهې په ورځ د افغان ځواکونو په ملاتړ کې بمباري کړې او د امريکې په مشرۍ د نېټو ځواکونو وياند وئيلي لمړۍ حمله افغان او اتحادي ځواکونوته د راپېښې خطرې د مينځه وړلو دپاره شوې وه .

او دويمه فضائي حمله د شپې په مهال د کندوز د هوايي ډګر نه چاپېره شوې چرته چې د نهې په ورځ د طالب وسله والو سره تودې نښتې شوې وې . د افغانستان استحباراتو وئيلي فضايي حملو کې د طالبانو د کندوز صوبې والي او هغه سره ۱۵ کسان وژل شوي ، خو په سرکاري کچه د دې خبرې پخلی نه دی شوی .

د نهې په ورځ افغان صدر اشرف غني خبريالانو سره خبرو کې وئيلي ؤ ، چې د ملي امنيت پوځ په سمدستې توګه مخې په وړاندې تللي او څو وداني يې بيرته نيولي دي . نوموړي وئيلي فضائي حملو کې د زيات انساني زيان خطره ده ځکه چې طالبان ځايي خلک د ډهال په توګه استعمالوي .

اشرف غني په اولس د قراري غږ کړی او وئيلي يي دي قوم دې په افغان ځواکونو باور لري او هغويې د دې قابل دي چې ډېر زر کندوز بيرته ونيسي او په سيمه کې امن په ځايې کړي .

د امريکې محکمه دفاع پينټاګون وئيلي کندوز کې حالات بدليږي خو د افغانستان په امنيتي ځواکونو يې د اعتماد څرګندونه کړې ده . د پينټاګون وياند پيټرکک وئيلي په ورستيو اوونو او مياشتو کې مونږ وليدل چې افغان ځواکونو دغه ډول چېلنجونو ته ځواب وئيلی او کندوز کې به هم هغه رنګ وکړي.

نوموړي د طالبانو دغه مخ په وړاندې تګ د افغان ځواکونو دپاره دهچکه بللې ده .

بل لور ته د افغانتسان د دفاع وزير معصوم ستانکزۍ کابل کې مطبوعاتو سره خبرو کې د ۱۷ عسکرو د وژنې پخلی کړی دی . نوموړي په طالبانو د اوربند او وينې توئيولو د لړۍ بندولو او په امن د اختلافاتو ختموؤلو غږ کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG