لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندوز په خواؤشا سيمو کې اوس هم جګړه روانه ده


د کندوز اوسېدونکو وئيلي چې د ښار په خواؤشا کې د طالبانو او پوځ ترمينځ جګړه روانه ده کله افغان ځواکونه مخکې کيږي او کله طالبان .
د کندوز اوسېدونکو وئيلي چې د ښار په خواؤشا کې د طالبانو او پوځ ترمينځ جګړه روانه ده کله افغان ځواکونه مخکې کيږي او کله طالبان .

د افغانستان په شمال ختيز کې پروت ښار کندوز چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو قبضه کړی او يوه ورځ وروستو بيا حکومتي ځواکونو بيرته دغه ښار د وسله والو نه بيرته واخيستو او طالبان يې د ښار نه وويستل ، خو د کندوز نه په چاپېر علاقو کې اوس هم د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمينځ جګړه روانه ده .

د کندوز د امنيتي قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني وايس اف امريکا ته وئيلي چې د امنيتي ځواکونو لخوا د ښار نه د چاپېره سيمو نيولو عمليات دوام لري او ښار د افغان ځواکونو په ولقه کې دی .

د کندوز اوسېدونکو وئيلي چې د ښار په خواؤشا کې د طالبانو او پوځ ترمينځ جګړه روانه ده کله افغان ځواکونه مخکې کيږي او کله طالبان .

د خلکو په وينا په دغو سيمو کې چې جګړه روانه ده زياتره خلک د کورونو نه وتي او نورو علاقو پله منتقل شوي دي ، ځايي خلک وايي ځينې لارې طالبانو نيولي چې له امله يې خلک نورو علاقو ته په منتقل کېدو کې د ستونزې سره مخ دي .

د راپورونو ترمخه په کندوز د طالبانو د حملې په وخت وسله والو په بدخشان، تخار او بغلان کې هم په ځينو ضلعو کې حملې کړې وې ، او په بدخشان کې يې د وردوج ضلع نيولې وه .

د بدخشان د چارواکو په وينا وردوج ضلع چې لا هم د طالبانو په لاس کې ده ، افغان ځواکونه تياری کوي چې ضلع د وسله والو نه بيرته واخلي .

يو بله ضلع بهارک چې د طالبانو لاسو ته ورغلې وه افغان ځواکونو بيرته اخيستې ده .

راپورونه وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب په جېل د حملې منصوبه جوړه کړې وه ، خو د دغې حملې مخه نيول شوې ده .

د فارياب صوبي د ګورنر مرستيال وياند عبدالستار بارز وايس اف امريکا ته وئيلي وسله وال په جېل د حملې نه په شا تمبول شوي ، او د شپې په مهال جګړه کې د يو پاکستاني وسله وال کمانډر شيخ ولي جان په ګډون پکې ۲۰ جنګيالي وژل شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG