د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د اتوار په ورځ د غېرملکي ځواکونو په کاروان يو موټري ځانمرګی بريد شوی چې په نتيجه کې يې درې عام ملکي وګړي ژوبل شوي او بهرنو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوختې .
افغان چارواکو په بريد کې د درې ملکي وګړو د ژوبلېدو پخلی کړی او د کوم بهرني عسکر د ژوبلېدو په اړه يې څه نه دي وئيلي .
د نېټو ځواکونو وياند په يو بيان کې يواځې دومره وئيلي چې په کاروان يې بريد شوی دی .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايس اف امريکا ته په لېږلې يو ايميل کې وئيلي ځانمرګی بريد يې د بهرنو ځواکونو لخوا د افغانستان د بيلابيلو سيمو ترڅنګ کندوز کې په روغتون د حملې او نورو عملياتو په غبرګون کې کړی دی .
د طالبانو وياند بريد کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو وئيلي خو افغان او نېټو د کومې وژنې پخلی نه دی کړی ، طالبان تل دغه رنګ ادعاوې کوي .
وسله وال طالبان د ستمبر د مياشتې په ورستيو کې په کندوز راختلي خو د امريکايي ځواکونو په ملاتړ افغان ځواکونو په شا تمبولي وو .
د روانې مياشتې په درېمه نېټه امريکايي ځواکونو په کندوز کې په غلطۍ سره د بې سرحده ډاکټرانو په يو روغتون بريد کړی چې په نتيجه کې يې د روغتون ۱۲ غړي او ۱۰ ناروغان وژل شوي وو .
د بې سرحده ډاکټرانو وينا ده چې د بريد نه پس ۳۳ کسان بې درکه دي چې ټول افغانان دي .
طالبان د کندوز د زياتره برخو نه ويستی شوي خو د افغان چارواکو په وينا د خلکو په کورونو کې پټ وسله وال اوس هم په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي .