لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: يونس خان د جاوېدميانداد ريکارډ مات کړو


يونس خان ته د ميانداد د ريکارډ ماتولو دپاره د نني مېچ نه وړاندې د ۱۹ رنزونو جوړولو ضرورت ؤ ، چې نن يې پوره کړل .
يونس خان ته د ميانداد د ريکارډ ماتولو دپاره د نني مېچ نه وړاندې د ۱۹ رنزونو جوړولو ضرورت ؤ ، چې نن يې پوره کړل .

د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان او تکړه (بېټسمېن) لوبغاړي يونس خان په ټيسټ کرکټ کې د پاکستان لخوا تر ټولو زياتو رنزونو جوړو ريکارډ په خپل نوم کړو، له دې وړاندې دا ريکارډ د جاوېدمياندار سره ؤ .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې مردان سيمې سره تعلق لرونکي ۳۷ کلن يونس خان نن د نهې په ورځ په ابوظهبي کې د انګلېنډ خلاف روان ټېسټ مېچ په لمړي اننګز کې په چهکې لګولو سره د جاوېدميانداد هغه ريکارډ مات کړو ، کوم چې د پاکستان پخواني تکړه لوبغاړي ميانداد په ۱۲۴ مېچونو کې جوړ کړی ؤ.

جاوېد ميانداد د په ۱۲۴ ټيسټ مېچونو کې د ۲۳ سنچريانو(۱۰۰) او ۴۳ نيموسنچريانو(۵۰) په مدد ۸۸۳۲ رنزونه جوړ کړي وو او يونس خان د خپل کېرئير په ۱۰۲م ټيسټ مېچ کې د ميانداد دغه ريکارډ مات کړو .

يونس خان ته د ميانداد د ريکارډ ماتولو دپاره د نني مېچ نه وړاندې د ۱۹ رنزونو جوړولو ضرورت ؤ ، چې نن يې پوره کړل .

د يونس خان نه وړاندې د پاکستان بل پخوانی کپتان او تکړه لوبغاړی انضمام الحق د جاوېد ميانداد ريکارډ ماتولو نه د درې رنزونو په فاصله لرې پاتې شوی او د ميانداد ريکارډ يې نه ؤ مات کړی .

يونس خان په ۱۰۱ ټېسټ مېچونو کې د ۳۰ سنچريانو(۱۰۰) او ۲۹ نيمو سنچريانو (۵۰) په مدد ۸۸۱۴ رنزونه جوړ کړي وو.

د پاکستان اؤټ شوي کهلاړيان : محمدحفيظ ۹۸ رنزونه، شان مسعود ۲، يونس خان ۳۸، مصباح الحق ۳

او نوموړي ته دا اعزاز هم حاصل دی چې په ټيسټ کرکټ کې يې د پاکستان لخوا تر ټولو زياتې ۳۰ سنچريانې جوړې کړي او دغه ريکارډ هم د هغه په نوم دی .

يونس خان په کال ۲۰۰۰م کې ټيسټ کرکټ پېل کړی او د نوموړي په يو اننګز کې تر ټولو زيات ۳۱۳ رنزونه جوړ کړي دي .

د يونس خان په کپتانۍ کې پاکستان په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټيونټي کرکټ نړيوال مېچ هم ګټلی ؤ .

د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ ګراؤنډ کې نن د نهې په ورځ د پاکستان او انګلېنډ ترمينځ د درې ټېسټ مېچونو د سيريز لمړی مېچ پېل شوی ، چې ټاس يې د پاکستان کپتان مصباالحق ګټلی دی .

د پاکستان لخوا تراوسه پورې په ۸۴ اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو سره ۲۷۴ رنزونه جوړ کړي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG