لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: د امريکا په فضايي بمبارۍ کې دالقاعده يو مهم مشر وژل شوی


د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د ۳۰ کلن صنفي النصر وژنه د خراسان ډلې (د امريکا او اتحاديانود حملو ) دپاره غټه ضربه ګرځولې ده .
د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د ۳۰ کلن صنفي النصر وژنه د خراسان ډلې (د امريکا او اتحاديانود حملو ) دپاره غټه ضربه ګرځولې ده .

د امريکې محکمه دفاع " پينټاګان" پخلی کړی چې تېره اوونۍ د شام په شمال لويئديزه سيمه کې د امريکا په مشرۍ د اتحادي ځواک په هوائي بريد کې د القاعده سره اړونده يو مهم تُندروه مشر وژل شوی دی .

پينټاګان د اتوار په ورځ جاري کړي يو بيان کې وئيلي د سعودي سره تعلق لرونکی صنفي النصر د زيارت په ورځ وژل شوی دی . بيان کې وئيل شوي چې صنفي النصرد خراسان ډلې غړی او يو پخوانی جهادي ؤ او هغه به د القاعده د مختلفو هلو ځلو دپاره د مالي مرستو دنده ترسره کولو .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د ۳۰ کلن صنفي النصر وژنه د خراسان ډلې (د امريکا او اتحاديانود حملو ) دپاره غټه ضربه ګرځولې ده .

د امرېکې د خزانې محکمې په کال ۲۰۱۴م کې د شام ياغي تنظيم "النصره" او "القاعده" سره په چټکتيا د کردار ادا کولو په تور کې د صنفي النصر نوم د نړيوالو ترهګرو په فهرست کې اچولی ؤ .

د پينټاګان ترمخه النصر د القاعده په مرکزي منصوبه سازو کې شمار ؤ ، چا چې د سماجي اړيکو په ويب پاڼو څو ځله د امريکي او امريکايانو په مفاداتو د حملو د خواهش اظهار کړی ؤ .

په نړيواله کچه د امريکې د ترهګرۍ د فهرست ترمخه النصر د يوې مودې پورې د ايران او پاکستان په سرحدي سميه کې موجود ؤ او د هلته نه يې خپلې هلې ځلې کولې او په کال ۲۰۱۳م کې بيا شام ته منتقل شوی ؤ .

تېره اوونۍ د شام ياغيانو هم د حلب ښار سره نزدې د اتحادي ځواکونو په بمبارۍ کې د صنفي النصر په ګډون د القاعده سره اړونده درې جنګيالو د وژنې ادعا کړې وه .

ياغيانو د سماجي اړيکو په ويب پاڼو په خپلو بيانونو کې وئيلي ؤ چې فضائي بريدونو کې د عبدالمحسن عبدالله الشاريخ نه علاوه د سعودي وګړی عبدالمالک الجزراوي او د مراکش سره تعلق لرونکی ابوياسر المغربي وژل شوي دي .

وئيل کيږي چې صنفي النصر د عبدالمحسن عبدالله په نوم باندې هم پېژندل کېدو ، او په لمړۍ کې پينټاګان د ياغيانو د دغې ادعا د رد يا پخلي کولو نه ډډه کوله او وئيلي يي ؤ چې د وژل شوؤ کسانو د پېژندګلو وروستو به په دغې اړه خپل بيان جاري کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG