لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بانکي مون داسرائيل اؤ فلسطين سفر کوي


ددغه دورې څخه دمخه بانکي مون داسرائيليانو اؤ فلسطينيانو لپاره يو ويډيو پيغام جاري کړى ؤ چې پکې هغه وئيلي وؤ هغه دواړو لورو ته په موجودې مايوسۍ اؤ انديښنه پوهيږي
ددغه دورې څخه دمخه بانکي مون داسرائيليانو اؤ فلسطينيانو لپاره يو ويډيو پيغام جاري کړى ؤ چې پکې هغه وئيلي وؤ هغه دواړو لورو ته په موجودې مايوسۍ اؤ انديښنه پوهيږي

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون اسرائيل اؤ فلسطين کې دڅو اوونو راهسې دروان تاؤتريخوالي څخه وروستو دنهې په ورځ دغلته دوه ورځنۍ دوره کوي،هغه سيمه کې دتشدد څخه ډکو کارروائيو کې اضافه خطرناکه بللې وه.

ددغه دورې څخه دمخه بانکي مون داسرائيليانو اؤ فلسطينيانو لپاره يو ويډيو پيغام جاري کړى ؤ چې پکې هغه وئيلي وؤ هغه دواړو لورو ته په موجودې مايوسۍ اؤ انديښنه پوهيږي خو هغه په ټولو دترهه گرۍ څخه په ډډې کولو زور راوړى.

بانکي مون فلسطيني مشرانو ته وئيلي دي هغوي دې دخپلو خلکو توانونه په پرامنه طريقې سره وکاروي اؤ فلسطيني ځوانانو ته يې وئيلي دي چې هغوي دې دخپلو مشرانو، اسرائيلي مشرانو اؤ ملگرو ملتونو څخه غوښتنه وکړي چې ددغه ستونزې سياسي هواري لوري ته پام وگرځوي.

بانکي مون وئيلي دي هغوي ته دا نۀ وئيل غواړي چې غيرفعاله دي خو ورته به دخپلې مايوسۍ وسله غورځول وي.

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل وويل اسرائيليانو ته پائيداره امن اؤ تحفظ دديوالونو، حفاظتي چوکو اؤ امنيتي ځواکونو دسخت ردعمل له لارې نۀ شي ترلاسه کيدى، هغه وويل دواړو فريقو ته ددوه رياستي حل لپاره بيا دسره هڅې پيل کول پکار دي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جا کيري هم وئيلي دي چې هغه به سيمه کې دتاؤتريخوالي کمولو لپاره روانه اوونۍ کې مذاکرات کوي، تيرکال دامن مذاکراتو دناکاميدو څخه دمخه جان کيري فلسطيني اؤ اسرائيلي مشرانو سره گڼې ليدنې کړې وې.

په عين حال کې اسرائيلي ځواکونو دنهې په ورځ دتندروه ډلې حماس يو مشر حسن يوسف نيولى، داسرائيلي پوځ وياند وئيلي دي چې يوسف داسرائيليانو په ضد دبريدونو ډاډگيرنه کوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG