لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان کې امن غواړي،نوازشريف


 واشنگټن کې پاک امريکا کميونټۍ ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې پاکستان دهند په گډون ټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي اؤ سيمه کې داوږدمهاله امن لپاره مخلصانه هڅې کوي.
واشنگټن کې پاک امريکا کميونټۍ ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې پاکستان دهند په گډون ټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي اؤ سيمه کې داوږدمهاله امن لپاره مخلصانه هڅې کوي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي پاکستان افغانستان کې امن ته ليواله دى اؤ دې لړ کې به اسلام اباد خپل کردار دوامداره ساتي.

سږکال دجولا ئي په مياشت کې ١٤ کاله وروستو دطالبانو يو هيئت دافغان حکومت داستازو سره نيغ په نيغه ليدنه کړې وه چې ورسره دافغان جوړجاړي دعمل په اړه نوې هيلې پيدا شوې وې، خو په اسلام اباد کې ددغو خبرو اترو څخه وروستو معلومه شوه چې دطالبانو پخوانى مشر مُلا عمر دوه کاله دمخه مړ شوى چې ورسره دسولې دغه خبرې اترې هم وځنډيدې.

جولا ئي کې دمذاکراتو څخه راپديخوا داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ اړيکې هم تاؤژنې دي، تيرو څو مياشتو کې افغانستان کې دتشدد پيښو کې داضافې وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دوه اړخيزه مرسته اودريدلې.

افغانستان ددغو بريدونو پړه دحقاني نيټ ورک په جنگيالو اچوي، څوک چې په شکمنه توگه دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي سره اړيکې لري، خو اسلام اباد دغه تورونه بې اساسه گرځوي.

واشنگټن کې پاک امريکا کميونټۍ ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې پاکستان دهند په گډون ټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي اؤ سيمه کې داوږدمهاله امن لپاره مخلصانه هڅې کوي.

نوازشريف وويل چې ترهه گري ترټولو هاغه ستره ستونزه ده چې دهغوي هيواد ورسره مخ دى اؤ دهغه حکومت ددغه ستونزې دهوارولو هڅې کوي.

پاکستاني وزيراعظم وويل قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو ضرب عضب سترې لاسته راوړنې اؤ نتيجې ورکړي ، دترهه گرو ملا يې ماته کړې اؤ دهغوي ځالې يې تباه کړي دي.

دپاکستان دپوځ ترمخه دتيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې پيل کړل شوؤ عملياتو ضرب عضب کې تر دې مهاله د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژل شوي اؤ خواؤشا ٤٠٠ؤ پوځيانو پکې هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

اسلام اباد دريځ لري چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې دترهه گرو ځالې له مينځه وړل شوي چې په نتيجه کې پاکستان کې ځانمرگي بريدونو اؤ نورو ترهه گريزو پيښو کې تر ډيره حده کمى راغلى.

خو افغان اؤ چارواکي بيا وائي ددغو عملياتو په نتيجه کې ترهه گر يواځې دافغانستان خاورې ته په اوښتو مجبور شوي چې په نتيجه کې يې افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG