لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي دپاکستان جوهري اثاثې خوندي دي


 هغه وويل پاکستان خپلو ټولو گاونډيانو سره دبرابرۍ، اقتداراعلي اؤ خپل مينځي درناوي په اساس داړيکو په ساتلو عمل کوي
هغه وويل پاکستان خپلو ټولو گاونډيانو سره دبرابرۍ، اقتداراعلي اؤ خپل مينځي درناوي په اساس داړيکو په ساتلو عمل کوي

دپاکستان دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز وئيلي دي دپاکستان جوهري وسلې اؤ اثاثې په بشپړه توگه محفوظې دي.

دوزيراعظم نواز شريف دامريکا ددرې ورځنۍ دورې په پاې کې دجمعې په ورځ پاکستاني سفارت خانه کې ديو مطبوعاتي بريفنگ په مهال سرتاج عزيز وويل نړۍ منلې ده چې دپاکستان کمانډ اينډ کنټرول نظام په مضبوطو لاسونو کې دى.

سرتاج عزيز امريکا ته دپاکستاني وزيراعظم سفر کامياب وبلللو اؤ وې وئيل چې لوړپوړو امريکائي چارواکو سره ليدنې کاميابې وې چې پکې دخپل مينځي اړيکو په بيلا بيلو اړخونو تفصيلي خبرې اترې شوي اؤ ددې ترڅنگ دراتلونکي په تگلاره هم غور شوى.

دافغانستان په اړه هغه وويل دافغانستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي دريم پړاؤ دملا عمر دمړينې دخبر څخه وروستو اودريدو اؤ اوس دهغه په قول افغان مذاکرات شروع کول اسان کار نۀ دى.

هغه وويل پاکستان خپلو ټولو گاونډيانو سره دبرابرۍ، اقتداراعلي اؤ خپل مينځي درناوي په اساس داړيکو په ساتلو عمل کوي چې پکې افغانستان اؤ هند هم شامل دي، دهغه په قول سيمه ييز امن اؤ ثبات نۀ يوازې دا چې دسيمې ضرورت دى بلکې ددې لپاره ټولې احتمالي هڅې هم رانې دي.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه سرتاج عزيز وويل ددغو عملياتو په نتيجه کې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب پيښو کې ٧٠ فيصده کمى راغلى اؤ دعوه يې وکړه چې پاکستان دترهه گرۍ خلاف يو جامع گام اخستى.

دهغه وينا وه چې دامريکا ددې سفر په مهال دپاکستاني هيئت زياتره توجو دهند لړ کې وه.

هغه تور ولگولو چې هند دپاکستان دننه دترهه گرۍ خورولو کې نيغ په نيغه ککړ دى اؤ هند پرله پسې په لا ئن اف کنټرول داوربند خلاف ورزۍ کوي.

سرتاج عزيز وويل هغوي لوړپوړو امريکائي چارواکو ته ثبوت ورکړى چې هند بلوچستان، قبائيلي سيمو اؤ کراچۍ کې دترهه گرۍ کارروائيو کې ککړ دى.

پاکستان اؤ هند دواړه وخت ناوخته په يو بل کورنو چارو کې دمداخلت اؤ په پوله داوربند دخلاف ورزۍ تورونه لگوي.

دکشمير دستونزې په اړه هغه وويل دشمله تړون کې پريکړه شوې وه چې دواړه هيوادونه به ستونزې پخپل مينځي توگه هواروي، خو تيرو ٤٠ؤ کلونو کې دخپل مينځي عمل لاره کې پرمختگ ونۀ شو.

سرتاج عزيز وويل دامريکا اؤ پاکستان خپل مينځي اعلاميه کې سيمه ييز امن لپاره دکشمير په گډون دټولو ستونزو په هواري زور راوړل شوى.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دپاکستان دسلامتۍ صورتحال کې دښه والي راتللو څخه وروستو سرمايه کارۍ کې هم اضافه کيږي.

هغه وويل امريکا دکوليشن سپورټ فنډ په مد کې د٩٠ کروړو ډالرو دجاري کولو باور ورکړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG