لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې په غټه کچه د ځمکنوعملياتو هيڅ اراده نه لرو، سپينه ماڼۍ


که چرته ضرورت پېښ شو نو امريکا په شام کې د اتحاديانو سره په ګډه د محدود نوعيت د عملياتو کولو توان لري .
که چرته ضرورت پېښ شو نو امريکا په شام کې د اتحاديانو سره په ګډه د محدود نوعيت د عملياتو کولو توان لري .

امريکې وئيلي دي چې په عراق او شام کې د داعش د اهدافو په ضد په روانو عملياتو کې د تېزوالي راوستو په مهال د امريکې د اوږدې مودې پورې په غټه سطحه د ځمکنو جنګي عملياتو هيڅ اراده نشته ، څنګه چې په افغانستان او عراق کې ترسره شوي وو .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د نهې په ورځ وئيلي د حکمت عملۍ يا تګ لارې په بدلولو کې زياتې فضائي حملې او ممکنه ځمکني عمليات شامل دي .

د سپينې ماڼۍ پرېس سيکرټري ايرک شُلز د شورو په ورځ د ايش کارټر د بيان په ملاتړ کې په ډاګه کړې ده چې ، که چرته ضرورت پېښ شو نو امريکا په شام کې د اتحاديانو سره په ګډه د محدود نوعيت د عملياتو کولو توان لري .

په عراق کې د امريکا په مشرۍ د جوړ اتحاد وياند کرنل اسټيووارن وئيلي ، چې مونږ په مهمو ښارونو د پوره غټو حملو يا عملياتو کولو اراده نه لرو، هغه وئيلي مونږ د چهاپو خبره کوؤ .

هغه زياته کړې چې د دې مطلب دا نه دی چې په غټه کچه جنګي عمليات به کولی شي په کومو کې چې به په زرګونو امريکايان يا په لکونو عراقيان شامل کړی شي .

د نهې په ورځ د کانګرس اورېدنه کې د دفاع وزير کارټر وئيلي ؤ چې د تېرې اوونۍ په رنګ نورې چهاپې وهل کېدی شي . هغه دغه اشاره د کُرد پوځ په صلاح د امريکايي پوځ لخوا په عراق کې چهاپه ماره کارروايۍ پله وه په کومه کې چې ۷۰ يرغمال شوي کسان راخلاص کړی شوي او يو امريکايي کمانډو پکې ژوبل شوی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG