لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستر پښتون سياسي او قومي مبارز افضل خان لالا وفات شوی


پښتنو قام پرستو سیاسي مشرانو، لیکوالو اؤ صحافیانو د خان لاله مړینه یوه ستره ضایعه ګرځولې ده .
پښتنو قام پرستو سیاسي مشرانو، لیکوالو اؤ صحافیانو د خان لاله مړینه یوه ستره ضایعه ګرځولې ده .

فاروق فراق، فضل عزيز

د پاکستان وتلی پښتون قام پرست سیاسي مشر اؤ تاریخ پوهه افضل خان لاله د یو کم نوي کالو په عمر کې وفات شوی اؤ ټاکل شوې ده نن د اتوار په ورځ د سوات په مټه خپل سیمه کې مازیګر څلور نیمې بجې خاورو ته وسپارلی شي .

پښتنو قام پرستو سیاسي مشرانو، لیکوالو اؤ صحافیانو د خان لاله مړینه یوه ستره ضایعه ګرځولې اؤ وئیلي یې دي د افضل خان لاله په څیر سترګور شخصیات چرته بختورو قامونو ته په لاس ورځي .

افضل خان لاله د تیرو ډیرو ورځو راهسې ناروغه اؤ د اسلام اباد په یو روغتون کې د علاج لاندې ؤ خو د خالي اؤ اتوار په مینځ شپه یې خپلې سترګې د مدام مدام دپاره پټې کړې .

د خان لاله خدمات د سیاسي مشرانو اؤ لیکوالو په نظر

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي د خان د خان لاله مړینه یوه ستره ضایعه ګرځولې اؤ وئیلي یې دي خان لاله چې د پښتنو د یو والي دپاره کومه نه ستړې کیدونکې سیاسي مبارزه کړې ده پښتانه به ټول عمر هغه یاده ساتي .

ډیوه راډیو سره خبرو کې اسفندیار ولي خان زیاته کړې ده د افضل خان لاله مړینې د لروبر ټول پښتانه یو شان دردولي ځکه چې د هغه شخصیت هر ځایې یو شان محبوب ؤ .

هغه ووئیل د عوامي نیشنل پارټۍ د بیرغ لاندې افضل خان لاله تل د پښتنو د یووالي نعره پورته کړې وه اؤ اوس به پښتنو ته د افضل خان لاله دغه ارمان پوره کول اؤ د هغه سوچ په وړاندې وړل وي .

د عوامي نیشنل پارټۍ سناتور افراسیاب خټک هم خپل ټوئټ کې د افضل خان لاله مړینه باندې غمرازي ښکاره کړې اؤ هغه یې د پښتون قام یو لویې هیرو اؤ مبارز بللی دی .

د عالمي پښتو کانفرنس چیرمین ښاغلي سلیم راز ډیوه راډیو ته وئیلي موجوده دور کې افضل خان لاله د پښتنو داسې مشر ؤ چې د ټول قام ورته سترګې وې .

هغه وویل د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې افضل خان لاله په څومره مړانه ،همت اؤ تورزنۍ مقابله وکړه هغې په ټوله نړۍ کې د پښتنو سترګې هسکې وساتلې .

سلیم راز ووئیل د هغه په سیاسي خدماتو کې خو شک نه شته خو د پښتنو د تاریخ اؤ ادب دپاره یې هم قربانۍ د نه هیریدو دي .

نامتو پښتون صحافي ناصر داوړ چې د افضل خان لاله سره یې د نزدې نه ناسته لرله ډیوه راډیو ته یې وئیلي د افضل خان لاله سیاسي، علمي اؤ اؤ ادبي خدمات پخپل ځایې خو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې کله هغه د وسله والو جنګیالو په وړاندې د ډیرو حملو اؤ ګواښونو باوجود د خپل دریځ نه تیر نه شو نو دا د خپلې نظریې اؤ پښتون قام اؤ خاورې سره د افضل خان لاله په بې مثاله مینه دلالت کوي .

هغه ووئیل په داسې وخت کې چې د پښتنو په خاوره د هر طرفه ناتار ګډ دی د افضل خان لاله په څير د سترګورو مشرانو سترګې پټیدل د پښتنو د پاره یو تاریخي زیان دی .

د افضل خان لالا پېدائش او تعليم:

افضل خان لالا د د سوات د ياد خان ارواښاد محمدحبيب خان زويې، او په کال 1931م کې د جنورۍ په لمړۍ نېټه په درشخيله سيمه کې زېږېدلی ؤ . هغه ابتدائي تعليم په سوات او د بي ای سند يې د پېښور اسلاميه کالج او په پوليټيکل سائنس کې يې د ماسټرۍ ډګري د ګورنمنټ کالچ لاهور نه ترلاسه کړې وه ، ارواښاد د قانون ډګري د پښور پوهنتون د لاکالج نه حاصله کړې وه .

د افضل خان لالا سياسي ژوند، د سوات نه جلاوطني :

خان لالا د طالب علمۍ نه په سياست کې فعال پاتې شوی د سوات بارکونسل بنياد يې اېښودی او د عوامي نيشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا صدر پاتې شوی، او دوه ځله يې د والي سوات په دور کې جلاوطني هم تېره کړې وه . د سوات په پاکستان کې د شامېلدو نه پس هغه په 1970 کې د نيشنل عوامي پارټۍ په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی او بيا صوبايي وزير جوړ شو. هغه په 1973کې دمرکزي حکومت لخوا د بلوچستان حکومت په زور د ختمولو په سر د وزارت د چوکۍ نه مستعفي شو او د هغه پس ټولې صوبائي کابيني استعفاګانې ورکړې .

افضل خان لالا په کال 1973 کې د حکومت د غېرجمهوري پاليسۍ په مخالفت ونيول شو او جيل کې بندي کړی شو، او بيا په کال 1975م کې د اېن ای پي (نيپ) د مشرانو سره حېدراباد جېل کې بند کړی شو او په کال 1977م کې د جېل نه خلاص شو . خان لالا په کال 1993م او په کال 1996م کې د پاکستان په مرکزي کابينه کې د وزير په توګه پاتې شوی ؤ .

د افضل خان لاله مفکوره اؤ مبارزه :

افضل خان لالا د باچاخان د عدم تشدد نظريې پېروکار او د پښتون قامي وحدت د سياسي مفکورې ستر لار ښود، د قوم سره مخلص، ليکوال اديب او په ملګرتيا ټينګ ولاړ شخصيت ؤ . هغه د پښتون قام د خدمت دپاره په مالي او ځاني قربانۍ کله هم ناراسته نه ده کړې .

کله چې د خان لالا په پلارنۍ سيمه سوات کې د طالبانو تحريک زور اونيولو او په دغه مهال په سوات کې ډېر خلک ووژل شو، د جينکو په تعليم بنديز ولګېدو او په لکونو خلکو د سوات نه کډې وکړې ، ولې خان لالا د سوات اولس ته د ډاډ ورکولو په خاطر هم په سوات کې پاتې شو ، او د طالبانو مخې ته په نره ودرېدو .

د افضل خان لالا اصول:

افضل خان لالا په خپل ژوند کې تل په اصولو او مبارزه ټينګ ولاړ پاتې شوی او تل يې د قام سره وفا کړې ، د جنرال ضياالحق د مارشل لا په دور کې يې د صوبې د وزيراعلی جوړېدو پېشکش رد کړی ، او د اصولو په وړاندې يې منصب ته ديکه ورکړې ده . هغه د ضيا په دور کې د جمهوريت دبحالۍ دپاره جوړ تحريک اېم ار ډي کې فعاله کردار لوبولی ، او په دغه وخت کې هم جېل کې بند کړی شوی ؤ . د اصولو او نظريې په سر ېې د عوامي نيشنل پارټۍ نه لاره جدا کړې وه او د ای اېن پي حقيقي په نوم يې ځانله پارټي جوړه کړې وه ، خو وروستو بيا د پښتون قومي وحدت په مبارزه بيرته په عوامي نيشنل پارټۍ کې شامل شوی ؤ .

د افضل خان لالا قامي پښتنې جرګې:
ارواښاد خان لالا په خپل لګښت په2000 ع کال 2001 ع کال 2004ع کال او 2005 ع کال کې دوه ځله په پيښور کی د پښتون/افغان قامی جرګي او دوه ځله دډیورند په کرښه په پیښور کی نړیوال سمینارونه جوړ کړي چی له ټولی نړئ څخه پکی ګڼ شمیر پښتنو سیاستوالو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستی وه . د دغو سمینارونو او جرګو مقالې او ويناوې يې په کتابي بڼه چاپ کړي او پښتنو ته وړاندې کړي دي .

په افضل خان لالا شوي بريدونه :

په کال 2008م کې په خان لالا د دښمنانو لخوا په سوات کې مرګونی بريد شوی ؤ ، او د هغې نه پس تل د ګواښونو سره مخ ؤ ، د کورنۍ غړي يې وژل شوي، په کورونو او مارکيټونو يې بمي چاؤدنې شوي او لوي زيان ورته اړول شوی وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG