د امريکې د حکومت لخوا د امريت ځپلي او ترهګرۍ ښکار ملک پاکستان کې جمهوريت او جمهوري قدرونو ته د ودې ورکولو او د هېواد د سياسي ډلو زمه وارو جوړولو دپاره د دوه کروړه ډالره په لګښت پېل کړی شوی پينځه کلن پروګرام په مکمله توګه ناکامه شوی دی .
او راپورونه وايي د پاکستان لويې سياسي ګوندونه ځان جمهوري کولو او په خپل ځان کې دننه سوتره والي راوستو ته تيارې نه دي .
د امريکې د افس اف انسپکټر جنرال د دفتر لخوا په دغې اړه جاري شوي يو رپورټ کې وئيل شوي چې پاکستان کې د جمهوريت د ودې دپاره د پېل کړی شوي پروګرام زياتره هلې ځلې ودرېدلي او د دغه پروګرام په اهدافو حاصلو شک څرګند کړی شوی دی .
پاکستان کې د شورو کړی شوي دغه پروګرام چې 21.5ملينه ډالره پرې خرڅ کيږي ، د پينځه کلن پروګرام په نيمايۍ کې د جاج اخيستو په مهال امريکايي اډيټرانو(جاج اخيستونکو) په اسلام اباد کې د امريکې امدادي ادارې يواېس ای ائي ډي په پروګرام مشن هم سخت ټکونه کړي دي .
په رپورټ کې د پروګرام د ناکامۍ لويې علت پاکستان کې هغه امريکايي ادارو ته کار ورکول ګرځوؤل شوي دي ، چاته چې دلته ځمکنۍ او عملي تجربې نه وې حاصلې .
پاکستان کې د لويو سياسي ډلو د موثره او اولس ته د جواب ورکولو جوګه جوړولو دپاره د امريکې امدادي ادارې يو اېس ای ائي ډي په کال 2011م کې د نيشنل ډيموکرېټک انسټيټيوټ سره د 21 ملينه ډالرو دغه پروګرام لاسليک کړی ؤ .
د امريکې د انسپکټرجنرل د دفتر په رپورټ کې ليکل شوي چې د پروګرام د 32 مياشتو په موده کې د پاکستان د سر په 12 سياسي ګوندونو کې يوې هم د خپلو ډلو دننه د اصلاحاتو کولو په موخه د دغه پروګرام لاندې په يوه غونډه کې برخه نه ده اخيستې .
رپورټ کې وئيل شوي چې د پاکستان لويې سياسي ګوندونه د ياد پروګرام لاندې په خپل مينځ کې دننه د څيړنو د يونټونو او د پاليسي ورکنګ ګروپونو په جوړولو کې ناکامه شوي دي .
رپورټ کې دا خبره په خصوصي توګه ياده کړی شوې چې امريتونو ځپلی او ترهګرۍ سره مخ د دغه ملک (پاکستان) لويې سياسي ډلې په خپل ځان کې د جمهوري معيارونو رائج کولو، او دخپلو هلوځلو او فېصلو لا نورو سوتره جوړولو کې هم ناکامه شوي دي .
دغه رپورټ ته د غبرګون وئيلو دپاره چې کله ډيوه ريډيوپه پاکستان کې د پروګرام چلوؤنکې ادارې نيشنل ډيموکريټک انسټيټيوټ مشرې انډريا نوول سره رابطه وکړه ، نو هغې په دغې اړه د څه وئيلو نه ډډه وکړه .
خو پاکستان کې ازادې څيړنيزې ادارې او څيړونکې وايي چې پاکستان کې دننه د سياسي ډلو د جمهوري اقدارو د ودې دپاره زياتره مغربي ملکونه ټېکې داسې ادارو ته ورکړي څوک چې دلته تجربې نه لري ، ځکه دغه پروګرامونه د ناکامۍ سره مخ شي .
اسلام اباد کې د تهينک ټينک ريسرچ فار سنټر اېنډ سيکيورټي سټډيز مشر امتياز ګل وايي چې پاکستان کې د اولس او د سياسي ډلو د مشرانو رويې جمهوري نه دي او پاکستان کې به په رويو جمهوري کېدو کې وخت لګي .
" په ټوله دنيا کې د امدادي پروګرامونو مقصد هم دا وي چې هلته دې جمهوريت راشي، د خلکو رويې دې جمهوري شي انصاف پسند دې شي خو د پاکستان يا افغانستان په رنګ معاشرو (ټولنو) کې عمومي د خلکو ذهن د نوابانو يا خانانو وي او جمهوريت نه غواړي ځکه مونږ ګورو که يوه پارټي ده يا بله پارټي ده نو په هغې کې يو يا دوه کسان وي چې فېصله کوي ټوله پارټي يې په ځان پسې په مخه کړي وي" .
نوموړي زياته کړه په پاکستان کې هم دغه امداد که د امريکی دی يا يورپي يونين دی دا ځکه ناکامه شوی دی چې زمونږ ټولنې په جاګيردارۍ او نوابۍ ولاړې دي او جهالت پکې ډېر دی او خلک بيا د نظرياتو په ځايې په شخصياتو پسې ځي .
د امتيازګل په وينا د دغو پروګرامونو ناکامه کېدو دويم علت دا وي چې دلته کوم بهرني خلک د امداد سره راشي نوهغوي زيات رقم په خپله انتظاميه خرڅ کړي ، يا يې پروګرام داسې جوړ کړي وي چې د ځمکنو حقائقو سره اړونده نه وي او د هغې نتيجه بيا هم دغه رنګ مخې ته راشي د رويو په بدلون يې څه اثر نه وي که څه هم په سلګونو ملينونو رقم پرې خرڅ کړی شوی وي .