لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي دمذهب په نوم دسرونو پرې کولو اجازه نۀ ورکوؤ


 دپنجاب په لودهرا اؤ سيالکوټ سيمو کې ددهقان پيکج لاندې دامدادي چيکونو ويشلو په اړه راجوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې پاکستان به دچا په خوښه نۀ بلکې دائين اؤ اولس په مرضۍ سره چليږي.
دپنجاب په لودهرا اؤ سيالکوټ سيمو کې ددهقان پيکج لاندې دامدادي چيکونو ويشلو په اړه راجوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې پاکستان به دچا په خوښه نۀ بلکې دائين اؤ اولس په مرضۍ سره چليږي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دمذهب په نوم به دخلکو دسرونو پرې کولو اجازه نۀ ورکوؤ اؤ ترهه گري اؤ فرقه واريت خورونکي تنظيمونه به يو صورت کې هم نۀ شي بخښلى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې دضرب عضب په نوم پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دمرکزي حکومت اؤ پاکستاني طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې پوځ دعوه کوي چې تر ٣٥٠٠ پورې ترهه گر يې وژلي خو ناقدين وائي حکومت دلشکرطيبې اؤ جماعت الدعوة پشان ډلو باندې دميډيا دکوريج پشان بنديز خو لگولى خو بيا هم دغه ډلې دهيواد بيلا بيلو برخو کې پرته له کوم بنديز څخه خپل فعاليتونه په ډاډه زړۀ ترسره کوي.

دپنجاب په لودهرا اؤ سيالکوټ سيمو کې ددهقان پيکج لاندې دامدادي چيکونو ويشلو په اړه راجوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې پاکستان به دچا په خوښه نۀ بلکې دائين اؤ اولس په مرضۍ سره چليږي.

وزيراعظم وويل چې سيمه کې دامنيت ټينگښت ته ليواله يو اؤ گاونډي هيوادونو سره دښو اړيکو خواهش لرو اؤ بايد نور هيوادونه همدغسې وکړي.

نوازشريف يوځل بيا خپل گاونډي هيواد افغانستان کې دجوړجاړي دعمل لپاره ملاتړ څرگند کړو اؤ وې وئيل چې افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره کوټلي کردار ادا کولو ته تيار يو.

پاکستاني وزيراعظم دعوه وکړه چې دخپلې واکمنۍ په دور کې به دبجلۍ دبحران څخه ځان خلاص کړى شي.

هغه وويل دترهه گرو تعاقب کوؤ اؤ دهغوي تر خاتمې به په ارام نۀ کښينو.

کراچۍ کې دامن وامان صورتحال کې دښه والي په اړه هغه وويل چې داپريشن څخه وروستو دکراچۍ رڼاگانې بحاليدل شروع شوي دي.

سياسي مخالفينو ته په اشارې کولو سره نوازشريف وويل چې دهغوي په لاره کې ازغي شيندلى شي خو هغه ددغو ستونزو څخه دوتلو اؤ دترقۍ دسفر ددوامداره ساتلو ژمنه وکړه.

نوازشريف تيرکال اسلام اباد کې دخپل حکومت دلرې کولو په غرض دمخالف سياسي گوند تحريک انصاف دمشر له لوري شوي احتجاج ته په اشارې کولو سره وويل چې په کنټينر ولاړ کسان دريټنگ سيوا کولو په چکر کې وؤ خو دهغوي دغه ريټنگ سيوا نۀ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG