د پاکستان حکومت ته وئیل شوي چې د ځینو ستونزو اؤ عواملو له امله په دغه هیواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره دنافذ کړی شوي نیشنل ایکشن پلان مقصدونه په مکمل ډول نه دي ترلاسه کړل شوي.
دغه خبره په نیشنل ایکشن پلان د شوي پرمختګ په هکله راجوړې شوې د اوچتې پایې یوه غونده کې مخې ته راغلې ده.
تیر کال د دسمبر میاشت کې پيښور کې په ارمي پبلک سکول ترسره شوي ترهګریز برید کې د 145ؤ څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو نه وروستو د پاکستان حکومت د ټولو سیاسي ګوندونو سره په مشوره هیواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلان د نافذولو اعلان کړی ؤ.
تیره ورځ پلازمینه اسلام اباد کې د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د اوچتې پایې یوه غونډه شوې چې پکې د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف،د قامي سلامتۍ مشاور ناصر جنجوعه، د کورنو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، اؤ ګڼو نورو مهمو حکومتي اؤ پوځي مشرانو برخه لرله.
د وزیراعظم هاؤس له لوري ددغه لیدنې په هکله جاري شوي یو تفصیلي بیان کې وئیل شوي چې دغه غونډه کې د قومي سلامتۍ په چارو غور شوي اؤ د نیشنل ایکشن پلان د بیلابیلو پړاوونو جاج هم اخستل شوي.
د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د حکومتي سرچینو له قوله وئیلي چې دغه غونډه کې د ایکشن پلان په هاغو برخو خاص بحث وکړی شو چې د پرمختګ رفتار پرې په قلاره دی.
سرچینې وايي دغونډې په مهال دنیشنل ایکشن پلان ځینې عوامل چې صورتحال یې خراب وګرځولی شو هغې کې د ترهګرو د مالي مرستو خلاف ګامونه اخستل، د مدرسو، کالعدم تنظیمونو،فرقه ایزو تنظیمونو سره بهر نه کیدونکې مرستې ، د کرکې ډک تقریرونه اؤ مدرسو کې اصلاحات شامل دي.
سرچینې وایي د غونډې برخه والو ته دا هم ووئیلی شول چې په صوبایي کچ د پوځ اؤ سویلین چارواکو ترمینځ مرستو کې هم مشکلات مخې ته دي.
دغه غونډې ته وزیراعظم نوازشریف پخپله وینا کې وئیلي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه به په هرصورت منطقي انجام ته رسولی شي اؤ حکومت به ترهغې په قلار نه کښیني ترڅو چې یې ملک په مکمل ډول د دهشت ګردو څخه پاک کړی نه وي.