لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: فضائي حملو کې ۲۲ مشکوک وسله وال وژل شوي


راپورونه وايي دغه عمليات د شوال په ماڼه او ګوربز سيمو کې ترسره شوي دي .
راپورونه وايي دغه عمليات د شوال په ماڼه او ګوربز سيمو کې ترسره شوي دي .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جنګي الوتکو د لارې فضائي بمباري کړې چې پکې ۲۲ مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتې څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل چې نن د خالي په ورځ هوائي پوځ د جنګي الوتکو د لارې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د وسله والو پټې ځالې په هدف کړي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه په فضائي عملياتو کې ۲۲ وسله وال وژل شوي او د وسله والو شپږ پټې ځالې په نښه کړی شوي دي .

راپورونه وايي دغه عمليات د شوال په ماڼه او ګوربز سيمو کې ترسره شوي دي .

د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې تراوسه پورې د ترسره کړی شوؤ عملياتو په نتيجه کې نزدې ټوله سيمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې ده .

د چارواکو په وينا شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې وسله وال د سيمې نه د افغانستان پولې اړخ او خېبرايجنسۍ کې لرې پرتو علاقو پله تښتېدلي دي .

او د ضرب عضب اپريشن نه پس پوځي عمليات د خېبرايجنسۍ پورې غزول شوي او په دغه سيمه کې هم پوځي چارواکي وايي چې د جنګيالو په ضد يې کاميابۍ ترلاسه کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG