لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس ترهګر بريدونو کې د وژل شوؤ شمېره ۱۲۹ته رسېدلې


مونز د خالي په ورځ وئيلي چې په دغو حملو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۳۵۲ ژوبل شوي دي ، چې پکې لږ ترلږه د ۹۹ ژوبلوحالت مرګونی دی .
مونز د خالي په ورځ وئيلي چې په دغو حملو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۳۵۲ ژوبل شوي دي ، چې پکې لږ ترلږه د ۹۹ ژوبلوحالت مرګونی دی .

د پېرس استعاثه وکيل فرانسوا مونز وئيلي معلوميږي داسې چې د جمعې په ورځ حمله کوؤنکي وسله وال په درې ګروپونو کې شامل وو چې پکې څوؤ خودکش جېکټې اچولې وې .

هغه وئيلي حمله کوؤنکي په يو ګاډي (موټر) کې سواره وو او هغويې په ښار کې په مختلفو ځايونو کې د ډزو په مهال ليدل شوي دي .

مونز د خالي په ورځ وئيلي چې په دغو حملو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۳۵۲ ژوبل شوي دي ، چې پکې لږ ترلږه د ۹۹ ژوبلوحالت مرګونی دی .

او اووه واړه حمله کوؤنکي په ځانمرګي بمي حملو کې وژل شوي دي .

د مونز په وينا د حمله کوؤنکو مړي په مېدان کې شيندلي پراته وو ، او په وجودونو يې د چاؤدېدونکو بلېټونو او بېټريانو نښې ښکاره ليدل کېدې .

هغه وئيلي په درېو حمله کوؤنکو کې يو د پوليس په ډز وژل شوی او دوه نور د بټکلان په کنسرټ هال کې هغه وخت ووژل شو چې کله هغويې خودکش جېکټو ته چاؤدنې ورکړې ، په دغه ځايې باندې ۸۹ کسان وژل شوي دي .

بل لور ته د خالي په ورځ په ټول يورپ کې هنګامي غونډې شوي چې پکې د جمعې په ورځ پېرس کې د ترسره شوؤ ترهګر بريدونو جاج اخيستل شوی اود امنيت د اضافي ګامونو اخيستو پرېکړه پکې شوې ده .

د فرانس سره په پوله پرتو ملکونو کې بيلجيئم، جرمني، نېدرلېنډ او سويټزرلېنډ شامل دي، او ملک ته په داخيليدونکو او بهر تلونکو ګاډو باندې بندېز لګول شوی او د دغو ملکونو وګړو ته د پېرس نه تلو مشوره ورکړل شوې ده .

برلن کې خبريالانو سره د خبرو په مهال داخله وزير ټهوس ډي مزېری وئيلي د جرمني د اولس د تحفظ په خاطر د امنيت اضافي ګامونه پورته کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG