لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان سولې عمل سازګار موحول ته اړتيا لري، جنرال راحيل شريف


دغه خبره نوموړي د امريکې د استخباراتي ادارې " سي ائي ای " د مشر جان برېنن سره واشنګټن کې د ليدو په مهال کړې ده .
دغه خبره نوموړي د امريکې د استخباراتي ادارې " سي ائي ای " د مشر جان برېنن سره واشنګټن کې د ليدو په مهال کړې ده .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وئيلي چې د افغانستان د مشرانو او افغانانو په ګډون په دغه هېواد کې د سولې عمل بيا پېل کېدو دپاره سازګار ماحول ضروري دی .

دغه خبره نوموړي د امريکې د استخباراتي ادارې " سي ائي ای " د مشر جان برېنن سره واشنګټن کې د ليدو په مهال کړې ده .

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرال عاصم سليم باجوه په ټويټرباندې يو پيغام کې وئيلي د دواړو مشرانو ترمينځ ليدنه کې د سيمې په حالاتو او امنيت باندې خبرې اترې شوي دي .

هغه وئيلي چې د سي ائي ای ډائريکټر د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګرو په ضد د ضرب عضب اپرېشن په نتيجه کې د لاس ته راوړنو ستائنه کړې ده .

جنرال راحيل شريف روانه اوونۍ امريکې ته په پينځه ورځنۍ دروه رسېدلی چرته چې به هغه د امريکې د محکمه دفاع او خارجه چارو لوړو پوړو چارواکو سره ويني .

په کال ۲۰۱۳م کې د پوځ د مشر جوړېدو نه پس د جنرال راحيل شريف دا د امريکې دويمه دوره ده .

د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي وو ، امريکا، غرب او افغانستان په دې نظر ؤ چې دغه سيمه دالقاعده سره اړونده تُندلارو پټ مرکز دی او دغلته يي د پاکستان نه د عملياتو کولو غوښتنه هم کوله .

خو پاکستان به وئيل چې په خپل وخت به ځمکني حقيقتونو ته په کتو دغلته عمليات کوي .

د پاکستان پوځ وايي په ضرب عضب اپريشن کې يې تراوسه پورې د درې زرو نه زيات ملکي او بهر ملکي تُندلاري وژلي دي او په سيمه کې يې د دويې ملا ماته کړې ده .

پاکستان دا هم وايي چې افغانستان ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو په لړ کې د پاکستان سره مرسته نه کوي چې له امله يې د ضرب عضب اپرېشن لاس ته راوړنې متاثره کيږي .

پاکستان د افغانستان د روغې جوړې په عمل کې خپل کردار ادا کړی او وايي که کابل وغواړي اسلام اباد په دغه لړ کې کردار کولو ته تيار دی .

د پاکستان په کوربه توب په لمړي ځل د روان کال د جولائۍ په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې شوې وې چې پکې د امريکې او چين استازو هم ګډون کړی ؤ .

د خبرو دغه لړۍ چې په دويم ځل هم پاکستان کې ټاکل شوې وه د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر راتلو نه پس وځنډول شوې او د هغې نه پس افغانستان کې د تشدد پېښې هم زياتې شوې وې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG