پاکستان کې د ۵۰ نه زياتو ديني عالمانو په يوه فتوی کې په پېرس کې شوې حملې حرامې او د شريعت په ضد ګرځولي دي .
دغه ديني عالمان چې فتوی يې ورکړې ده د دويې تعلق د تنظيم اتحاد اُمت سره دی ، او په دغه ګډه فتوی کې يې د پيرس د حملو غندنه هم کړې ده .
فتوی کې وئيل شوي چې اسلام کله هم د بي ګناه خلکو د وژنې اجازت نه ورکوي ، او ديني عالمانو د تُندروه ډلې داعش فلسفه او خيالات ګمراه بللي او وئيلي يي دي چې د هغوي ګامونه د اسلام مطابق نه دي .
د تنظيم اتحاد اُمت لخوا د ديني عالمانو د يو نړيوال فورم جوړېدو غوښتنه هم شوې ده د دې دپاره چې د ترهګر تنظيمونو پشمول د طالبانو او داعش د انتهاپسندو د دريز مخالفت وکړي او هغه مات کړي . تنظيم وئيلي په دغه لړ کې دې د نړۍ د مختلفو ملکونو د عالمانو سره رابطه اوکړی شي .
په فتوی ورکوؤنکو عالمانو کې چې ډاکټر راغب حسېن نعيمي هم شامل دی هغه وئيلي اسلام قطعاٌ د داسې حملو اجازه نه ورکوي .
" کوم څه چې په پېرس کې شوي د دغه کار د اسلام سره تر لرې لرې کوم تعلق نشته اسلام قطعاٌ د داسې حملو ملاتړ نه کوي دا د انسانيت قتل عام دی ، داعش يا (ائي اېس ائي اېس) يا دغه رنګ تنظيمونه چې څه کوي دا د هغويې د خپل سره سوچ مظاهره کوي د اسلام چې کوم بنيادي مقصد دی هغه قطعاٌ د دغه ډول عملياتو ملاتړ نه کوي " .
پېرس کې د جمعې په شپه په بيلابيلو ځايونو کې ترهګر بريدونه شوي وو چې پکې د ۱۳۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .
دغه حملې په نړېواله سطح غندل شوې او پاکستان يې هم غندنه کړې وه .
وزيراعظم نوازشريف په يو بيان کې وئيلي ؤ چې د ضرورت په دغه وخت کې پاکستان د فرانس حکومت او اولس سره ولاړ دی، او زياته کړې يې وه چې پاکستان په دغو حملو کې د ککړو عناصرو د انصاف کټهرې ته په راوستو کې هر قسمه ممکنه مرستو ته تيار دی .
بل لور ته پاکستان يو ځل بيا دغه خبره تکرار کړې چې پاکستان کې داعش وجود نه لري ، او نه به دغه رنګ ډلو ته دلته د پاتې کېدو يا چا سره د اړيکو اجازه نه ورکوي .
د پاکستان سيکرټري خارجه اعزازچودهري وئيلي ؤ ترهګر د چا دوستان نه شي کېدی بلکې د انسانيت دښمنان وي او د هغه په وينا د ترهګرۍ په ضد به ټولې دنيا له يو کېدل وي .