دپاکستان بلوچستان صوبه کې دنهې په ورځ دريل گاډي يوه حادثه کې لږ ترلږه ١٣ کسان مړۀ شوي اؤ د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دريلوى دچارواکو ترمخه جعفرايکسپريس کوئټې څخه راولپينډۍ ښار ته روان ؤ چې دبولان سيمه کې دآپ گم سيمه کې دموړ څخه دتيريدو په مهال يې بريک فيل شو اؤ په نتيجه کې يې دريل گاډي انجن دډبو سره دپاټلۍ څخه وښويدو.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دايف سي بلوچستان کوئيک ري ايکشن فورس دجعفراباد ريل گاډي دحادثې ځايې ته رسيدلى دى.
دائي ايس پي ار ترمخه امدادي هلو ځلو کې دوه ايم ائي -17 هيلي کاپټرې برخه اخلي اؤ ايمبولينسونه هم موجود دي.
دچارواکو ترمخه مړو شوؤ کې دانجن ډرائيور، مرستيال ا دريلوى پوليس دوه عسکر هم شامل دي ، دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه څرگندولى شي.
امنيتي ځواکونه اؤ امدادي ډلې دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ امدادي هلې ځلې پيل کړل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره دمچهـ، سبي اؤ کوئتې هسپتالونو ته وړل کيږي اؤ پکې دځينو حالت سخت دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
تر دې دمخه دې حادثه کې چارواکو دڅه رقم ورانکارۍ امکان نۀ دى څرگند کړى خو تيرو وختونو کې بلوچستان کې دمسافرو ريل گاډو اؤ مال وړونکو گاډو حملې شوي دي.
دسږکال په پيل کې هم په جعفرايکسپريس نامعلومو وسله والو بمي بريد کړى ؤ چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ دلسو څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.