لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيرس : دپوليسو عملياتو کې دوه شکمن کسان وژل شوي


 دتازه اطلاعاتو ترمخه سيمه کې پوځ پځايې کړل شوى دى.
دتازه اطلاعاتو ترمخه سيمه کې پوځ پځايې کړل شوى دى.

پوليسو وئيلي دي چې تيره اوونۍ پيرس کې ترسره شوؤ بريدونو کې ککړ دوه شکمن کسان چې پکې يوه ښځه اؤ يو سړى شامل دي، دپوليسو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې وژل شوي، ښځې خپل ځان په چاؤدنې سره الوځولى ؤ.

دپوليسو يو عهديدار دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيليدي چې دوه کسان نيول شوي دي اؤ سينټ ډينس کې ترسره شوؤ دغو عملياتو کې دوه وپليس عسکر هم ژوبل شوي دي.

دتازه اطلاعاتو ترمخه سيمه کې پوځ پځايې کړل شوى دى.

دپوليس سرچينو وينا ده چې دشورو په ورځ سحردپيرس شمالي سيمه سينټ ډينس کې دپيرس دحملو دوه شکمن منصوبه جوړونکو نيولو لپاره دپوليسو دعملياتو په مهال ددواړو خواؤ ترمينځ ډزې شوي دي.

پينځوؤ گينټو پورې دروانو عملياتو په مهال دگڼو چاؤدنو اؤ سختو ډزو غږونه اوريدل شوي دي، دچارواکو وينا ده چې دعملياتو په مهال سينټ ډينس لوري ته تلونکې ډلې لويې لارې هم تړل شوې وې.

دعملياتو هدف يو اپارټمنټ بلاک ؤ اؤ دپوليسو ترمخه دغو عملياتو کې ديوې ځانمرگي بريدکوونکې ښځې په گډون دوه کسان وژل شوي شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې د٢٧ کلن عبدالحامد ابو عود لړ کې شک دى چې هغه تيره اوونۍ پيرس کې دترسره شوؤ بريدونو منصوبه بندي کړې وه اؤ گمان کيږي چې هغه دغلته يوه ودانۍ کې موجود دى، دهغه لړ کې له دې وړاندې گمان کيدو چې هغه شام کې دى.

عبدالحامد ابو عود مراکشي نژاده دبيلجئيم وگړى دى اؤ سږکال په پوليسو ناکامه حمله کې دبيلجئيم چارواکو ته مطلوب ؤ.

بى ايف ايم ټيلي ويژن چينل وئيلي دي عملياتو کې ځينې پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي ، کوم چې دهاغه سټيډيم سره نزدې ترسره شوي چرته چې دتيرې جمعې په ورځ دريوؤ خودکش حمله کوونکو ځانونه الوځولي وؤ.

فرانسيسي پلټونکو داوؤ وژل شوؤ حمله کوونکو څخه دپينځوؤ پيژندگلو کړې ده خو دهغوي په فکر بريدونو کې نيغ په نيغه ککړ دوه کسان تيښته کې بريالي شوي.

فرانس اؤ دبيلجئيم چارواکو ديو شخص صالح عبدالسلام وارنټ جاري کړى دچا ورور چې حمله کوونکو کې شامل ؤ، چارواکو وئيلي دي چې په تيښته دبوخت بل ملزم پيژندگلو تر دې مهاله نۀ ده شوې.

بل لوري ته دجرمني پوليسو لويديز ښار آچن کې اووه کسان دنهې په ورځ نيولي دي خو دپيرس بريدونو سره دهغوي دڅه رقم تعلق دنۀ لرلو داطلاعاتو مخې ته دراتللو څخه وروستو هغوي خوشې کړل شوي دي.

دفرانس داخله وزير برنارډ کزنوو وئيلي دي چې پوليسو دشپې ١٢٨ چاپې وهلي، دپيرس پوليسو دنهې په ورځ وئيلي وؤ داتوار څخه يې تر دې مهاله ١٦ کسان نيولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG