دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وئيلي دي دتندروه ډلې داعش دخطرې څخه خبر يو خو دا مهال دغه ډله پاکستان کې کوم وجود نۀ لري اؤ هيواد کې به يې سيورى هم نۀ زغمو.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال قاضي خليل الله وويل چې دپيرس دحملو څخه وورستو دداعش په ضد نړيوالو هلو ځلو کې تُندي راغلې.
په ډاگه دې وي چې اوسنو مياشتو کې دپاکستان مختلفو ښاروو کښې دداعش په حق کې وال چاکنگ شوى اؤ پيښور کې په دغه اړه پمفلټونه هم ويشل شوي وؤ ، ددغه ډلې سره دتعلق په تور يو شمير کسان نيول شوي اؤ ددې ترڅنگ څو مياشتې دمخه دطالبانو نه بيل شوؤ پينځوؤ تندروه کمانډرانو هم داعش سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ.
داعش يا ائي ايس ائي ايس يوه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې اؤ سږکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ اؤ دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.
دخارجه دفتر وياند وويل دپيرس دبريدونو څخه وروستو کوم پاکستانى نيول شوى نۀ دى.
دهغه وينا وه هيواد کې دترهه گرۍ په ضد دضرب عضب اپريشن اؤ نيشنل ايکشن پلان له لارې گامونه اخستل کيږي.
قاضي خليل الله وويل پاکستان دترهه گرۍ خلافې نړيوالې ورورولۍ سره مرسته کوي اؤ نړۍ دترهه گرۍ خلاف دپاکستان قربانۍ تسليموي.
هغه وويل اسلام دامن اؤ سلامتۍ مذهب دى اؤ ترهه گري په کوم مذهب پسې نۀ شي تړل کيدى.