لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور سکول حمله کې دککړو مجرمانو درحم داپيلونو درد کولو سفارش


 دغو مجرمانو ته دپوځي عدالت له لوري دمرگ سزا اورول شوې وه.
دغو مجرمانو ته دپوځي عدالت له لوري دمرگ سزا اورول شوې وه.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ دپاکستان صدر ته يوه سمري ليږلې ده چې پکې دپيښور په ارمي پبلک سکول ترسره شوې حمله کې دککړو څلورو مجرمانو درحم داپيلونو درد کولو سفارش شوى دى.

دغو مجرمانو ته دپوځي عدالت له لوري دمرگ سزا اورول شوې وه.

د يو سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې تيرکال دپيښور په ارمي پبلک دسکول څخه وروستو پاکستان بدل شوى دى.

بيان کې وئيل شوي دي چې دهغوي دبچو ظالمانه اؤ بې رحمانه قتل کې ککړ عناصر درحم مستحق نۀ دي.

وزيراعظم وئيلي دي چې دپيښور په په سکول دحملې څخه وروستو رياست، داولس منتخبو استازو، سياسي گوندونو اؤ دهيواد هرې ادارې په متفقه توگه دا پريکړه کړې وه چې دغه بريد کې ککړ کسان به دقانون منگولو ته راکش کولى شي اؤ که چرې ضرورت پيښ شو نو دې لپاره به ائين کې بدلون هم کولى شي.

دبيان ترمخه هم له دې امله دائيني بدلون له لارې دلږې مودې لپاره پوځي عدالتونه هم جوړ کړل شوي دي.

په ياده دې وي چې سږکال داگست په مياشت کې دپوځي عدالت له لوري دپيښور په ارمي پبلک سکول حمله کې ککړو شپږو تندلارو ته دمرگ سزا اورول شوې وه اؤ دهغوي دسزا پخلى دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف کړى ؤ.

په ارمي پبلک سکول شوې دغه حمله کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ اؤ دغه پيښه کې پاکستان کې دترهه گرۍ دبدو پيښو څخه گرځولى شي.

ددغه بريد څخه وروستو حکومت نۀ يواځې دا چې دمرگ په سزا لگيدلى بنديز پورته کړو بلکې مجرمانو ته يې دسزا ورکولو لړۍ هم پيل کړې اؤ ددې ترڅنگ يې ائين کې دبدلون کولو په ذريعه هيواد کې دترهه گرۍ دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه هم جوړ کړي دي.

پاکستان کې مختلفو جرمونو کې سزا يافته ٣٠٠ؤ څخه زياتو مجرمانو ته تيزندۍ ورکړل شوي دي.

دبشري حقونو ډلې اؤ اروپائي اتحاديې له لوري په پاکستان دمرگ په سزا دبنديز لگولو غوښتنې شوي خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې دا مهال يې هيواد دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى اؤ دمخنيوي لپاره يې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG