د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په متفقه توګه يو قرارداد منظور کړی ، چې پکې ټولو ملکونو ته وئيل شوي د تُندوره ډلې داعش په ضد دې يو شي .
تېره اوونۍ په پېرس کې د ترهګر بريدونو په ترڅ کې منظور کړی شوي دغه قرارداد کې د داعش په ضد د عملياتو دوچنده کولو وئيل شوي دي .
د فرانس لخوا په تيار کړی شوي دغه قرارداد کې ټولو غړو هېوادونو ته وئيل شوي چې دويې دې د داعش په ضد جنګ کې ټول ضروري ګامونه واخلي .
پېرس کې د ترهګرو يوې ډلې په مختلفو ځايونو کې حملې کړې وې چې پکې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو ، او د دغو حملو زمه واري داعش قبوله کړې وه .
پېرس کې د حملو نه وړاندې لبنان کې خودکش بمي حملو او د روس د يوې مسافر الوتکې په بم د الوزولو زمه واري هم داعش په غاړه اخيستې وه .
د فرانس صدر فرانسوا اولاند د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل لخوا په متفقه توګه د قرارداد منظورېدو هرکلی کړی او وئيلي يي دي چې د دغه ګام سره به د داعش د خاتمې په لړ کې ټول ملکونه په حرکت کې راشي .
روانه اوونۍ د پېرس په يوه علاقه سينټ ډينس کې د مشکوک ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع په غټه کچه عمليات شوي وو .
د څو ساعتو په روانو دغو عملياتو کې درې مشکوک ترهګر وژل شوي ، او چاوراکو وئيلي ؤ چې په دغو وژل شوؤ کسانو کې د پېرس حملو په مبينه توګه منصوبه ساز عبدالحميداباعود هم شامل ؤ .
او د پېرس حملو نه پس فرانس په شام کې د داعش په ضد عملياتو کې نور تېزوالی هم راوستی دی .