لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ کې صحافي وژل شوی


پاکستان اوس هم په نړۍ کې د صحافيانو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شمارل کيږي
پاکستان اوس هم په نړۍ کې د صحافيانو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شمارل کيږي

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په جنوبي سيمه کوهاټ کې نامعلومو وسله والو يو ځايي خبريال په ډزو وژلی دی .

د کوهاټ ډويژن د پوليس مشر (ډي ائي جي ) وياند فضل نعيم وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې وژل شوی کس حفيظ الرحمان نوميږي او هغه د يو مقامي کېبل نېټ ورک (نيو سټار کېبل) او يوې ځايي اوونيزه ورځپاڼې (نوائې ايشيا) مالک ؤ .

نوموړي ووئيل د حفيظ الرحمان د وژنې پېښه د کوهاټ ضلعې په ګړهي مواز خان سيمه کې د اتوار په ورځ رامنځته شوې ده .

د پوليس وياند ترمخه پېښه کې د ککړو ملزمانو د نيولو دپاره عمليات پېل کړی شوي او پوليسو ځينې مشکوک کسان هم نيولي دي .

د ځايي ميډيا ترمخه وژل شوی صحافي د يو ځايي ټي وي چېنل (نيو) خبريال ؤ .

کوهاټ کې د خبريال د وژنې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې نزدې دوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا صوبې په ټانک سيمه کې د قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی صحافي زمان محسود هم په ډزو وژل شوی ؤ ، او د هغه د وژنې پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستې وه .

پاکستان اوس هم په نړۍ کې د صحافيانو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شمارل کيږي او د ملګرو ملتونو د شمېر ې ترمخه پاکستان کې د کال ۲۰۰۱م نه تراوسه پورې ۷۰ صحافيان او د ميډيا ادارو سره اړونده کارکوؤنکي وژل شوي دي .

د خېبريونيس اف جرنلسټس صدر نثاراحمدمحمود وايس اف امريکا سره په خبرو کې وئيلي د حکومتي ادعاؤ باوجود صحافيان اوس هم په سيمه کې د ګواښونو سره مخ دي او د خبرونو ترلاسه کولو په مهال ورته ستونزې رامخې ته کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG