لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي دروسيې جنگي الوتکه رانسکوره کړې


 دپوځي سرچينو په اړه مخې ته دراغلو ميډيا دراپورنو ترمخه ترکي دنهې په سحر دشامي پولې سره نزدې دروس پوځي الوتکه فضائي حدودو کې په خلاف ورزۍ په نخښه کړې ده.
دپوځي سرچينو په اړه مخې ته دراغلو ميډيا دراپورنو ترمخه ترکي دنهې په سحر دشامي پولې سره نزدې دروس پوځي الوتکه فضائي حدودو کې په خلاف ورزۍ په نخښه کړې ده.

ترکي دفضائي حدودو په خلاف ورزۍ يوه روسي جنگي الوتکه رانسکوره کړې ده.

دپوځي سرچينو په اړه مخې ته دراغلو ميډيا دراپورنو ترمخه ترکي دنهې په سحر دشامي پولې سره نزدې دروس پوځي الوتکه فضائي حدودو کې په خلاف ورزۍ په نخښه کړې ده.

دنهې په ورځ روس وئيلي دي چې دهغوي يو Su-24 جنگي الوتکه دترکي اؤ شام ترمينځ دپولې ترڅنگ په ډزو سره ويشتل شوې اؤ زياته کړې يې ده چې دالوتکې درانسکوريدو وجه دزمکې څخه ډزې دي.

دترکي پوځي چارواکي بيا وائي چې دهغوي ايف -١٦ الوتکو دغه الوتکه وروستو له هغې رانسکوره کړه چې دغه الوتکې دترکي دفضائي حدودو خلاف ورزي وکړه اؤ دمخ اړولو په اړه ورته شوى خبردارى يې څو کرته نظرانداز کړو.

دروس خبري ادارې ار ټي پخپل راپور کې دترک پوځ په اړه وئيلي دي دروسي جنگي الوتکې دپه نخښه کولو څخه دمخه دغه الوتکې ته ١٠ ځله خبردارى ورکړل شوى، پينځوؤ منټو پورې پرله پسې ٣٠ سيکنډه پس دخبرداري باوجود دفضائي خلاف پسر دوؤ ايف -١٦ الوتکو روسي جنگي الوتکه په نخښه کړه.

دروس ددفاع وزارت وئيلي دي چې دهغوي دغه جنگي الوتکه دشام دحدودو څخه نۀ وه وتلې، روس وئيلي دي چې دهغوي پائيلټان دخطرې په صورت کې دالوتکې څخه بهر وتلي خو دهغوي په اړه نور معلومات نشته، دسيمې څخه اخستل شوې يوه ويډيو کې دوه پائيلټان دپيراشوټ په ذريعه لاندې دراکوزيدو په حالت کې ليدل شوي دي.

دامريکا دخارجه محکمې يو وياند وائي چې هغوي دميډيا ددې راپورونو پخلى نۀ شي کولى چې پکې وئيل شوي دترکي جنگي الوتکو يوه جنگي الوتکه رانسکوره کړې خو دصورتحال دنزدې څخه جاج اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG