لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش لخوا لاهور کې د شخصي ټي وي چينل په دفترحمله،څلور ژوبل


 دميډيا راپورونو ترمخه دداعش له لوري لاهور کې ترسره شوي بريد کې دشخصي ټي وي چينل دن لپاره کارکوونکي دوه کسان اؤ دوه پوليس عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره نزدې هسپتال ته وړل شوي دي.
دميډيا راپورونو ترمخه دداعش له لوري لاهور کې ترسره شوي بريد کې دشخصي ټي وي چينل دن لپاره کارکوونکي دوه کسان اؤ دوه پوليس عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره نزدې هسپتال ته وړل شوي دي.

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي خپل هيواد کې مينځني ختيز کې دزياتې فعالې داعش دوجود څخه انکار کوي دغه ترهه گريزې ډلې دپاکستان دپنجابې صوبې سرښار لاهور کې ديو شخصي ټي وي چينل څخه بهر دلاسي بم حمله کې څلور کسان ژوبل کړي دي.

دا لمړى ځل دى چې پاکستان کې دتندروه ډلې داعش له لوري نيغ په نيغه ميډيا په نخښه کړل شوې اؤڅيړونکي وائي ددولت اسلاميه لخوا دميډيا دپه نخښه کيدو بنيادي وجه دميډيا له لوري هيواد کې دداعش هلو ځلو ته دحکومتي پام راگرځولو په اړه خپارۀ شوي راپورونه کيدى شي.

اوسنو مياشتو کې دپاکستان مختلفو ښاروو کښې دداعش په حق کې وال چاکنگ شوى اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې دسرښار پيښور په گډون بيلا بيلو سيمو کې ددغه ډلې سره دتعلق لرونکو کسانو لخوا پمفلټونه هم ويشل شوي وؤ اؤ ددې ترڅنگ څو مياشتې دمخه دطالبانو نه بيل شوؤ پينځوؤ تندروه کمانډرانو هم داعش سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ.

خو ددې باوجود دپاکستان دخارجه دفتر اؤ کورنو چارو دوزير په گډون لوړپوړي چارواکي دريځ لري چې دداعش دخطرې څخه خبر دي خو دغه ډله پاکستان کې وجود نۀ لري اؤ سيورى به يې هم نۀ زغمي.

دپاکستان ترڅنگ داعش گاونډي هيواد افغانستان کې هم خپلې پښې مضبوطوي اؤ نزدې مياشتو دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې هم دطالبانو اؤ داعش دجنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

داعش يا ائي ايس ائي ايس يوه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې اؤ سږکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ اؤ دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.

دميډيا راپورونو ترمخه دداعش له لوري لاهور کې ترسره شوي بريد کې دشخصي ټي وي چينل دن لپاره کارکوونکي دوه کسان اؤ دوه پوليس عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره نزدې هسپتال ته وړل شوي دي.

دميډيا دراپورونو ترمخه په موټر سائيکل سورو حمله کوونکو ددن نيوز ددفتر څخه بهر دلاسي بم چاؤدنه وکړه اؤ دداعش سره تعلق لرونکو ترهه گرو ددفتر څخه بهر خپل پمفلټونه پريښي اؤ په تيښته کې بريالي شوي دي.

درې ورځې وړاندې دپاکستان دسندهـ صوبې په سرښار کراچۍ کې هم وسله والو ديو بل شخصي ټي وي چينل ډان په گاډي ډزې کړې وې چې پکې دهغوي يو کارکوونکى ژوبل شوى ؤ.

همدغه شان تير مياشت فيصل اباد کې هم ديو شخصي ټي وي چينل دنيا نيوز بيورو افس په نخښه کړل شوى ؤ چې پکې دوه کسان ژوبل شوي وؤ.

سږکال داگست په مياشت کې دکراچۍ په بهادر اباد سيمه کې دجيونيوز په گاډي ډزې شوې وې چې په نتيجه کې يې گاډي کې موجود سيټلا ئټ انجنئير ارشد جعفري وژل شوى اؤ ډرائيوي انيس ژوبل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG